د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د خالې ورځې ځانمرګې حملې تلفاتو شمېره نهو ته پورته شوې


د کوټې د خالي ورځې ځانمرګې حملې انځور
د کوټې د خالي ورځې ځانمرګې حملې انځور

د بلوچستان چارواکي وايي د خالي په ورځ په کوټه کې د شوې ځانمرګې حملې له کبله د وژلو شویو شمېره نهو ته پورته شوې ده. په دې سربېره ۳۰ نور کسان په دغه برید کې ژوبل شوي هم دي چې ۱۵ پکې د ایف سي ځواک غړي ښودل کېږي.

تاسو زما موټر لیدلی شئ چې بلکل تبا شوی دی. خو زه خدای وساتلم.
یو عیني شاهد

دغه چاودنه د کچرۍ او لیاقت پارک سره په څنګ کې شوې وه. د کوټې یو تن چې دا پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې رسنیو ته وویل :

« زه د منان چوک لخوا راروان وم، کله چې له کچهرۍ راتېر شوم، نو دېخوا ته د ملیشه ځواکونو یو ټرک او دوې نورې موټرې ولاړې وې، څنګه چې له ټرکه راتېرشوم، بیخي زوروره چاودنه وشوه. تاسو زما موټر لیدلی شئ چې بلکل تبا شوی دی. خو زه خدای وساتلم. »

له ځانمرګې حملې وروسته د ښار حالت
له ځانمرګې حملې وروسته د ښار حالت

دا خلک دومره کمزورې شوي چې اوس یوازې اسان هدفونه په نښه کوي.
مېجرجنرل شېرافګن

په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو مشر مېجر جنرل شېر افګن د پېښې ځای کې رسنیو ته وویل وسلوال یې ځپلي نو هغوی ځکه په بازارونو کې بریدونه کوي. نوموړي زیاته کړه:

« دا خلک دومره کمزورې شوي چې اوس یوازې اسان هدفونه په نښه کوي. که خدای کول د ولس په مرسته به دوی ارو مرو ختموو او په بلوچستان کې به هغه پخوانی امن بیا پرځای کوو.»

په تېر یو نیم میاشت کې دا شپږمه دا ډول حمله ده چې په کوټه او شاوخوا سیمو کې ترسره کیږي. د خالي ورځې برید پړه وسلوالو طالبانو قبوله کړېده.

XS
SM
MD
LG