د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست یو شمېر مخکښ ځوانان تقدیر شول


د خوست یو شمېر ځوانان او مدني فعالان وايي، چې د ملي یووالي حکومت لخوا د هېواد ځوان کهول ته د لازمې پاملرنې نشتون د دې لامل شوی، چې دوی نهیلي شي او په قاچاقي او غیر قانوني لارو نورو هېوادونو ته مخه کړي.

دوی یادې څرګندونې د شنبې پر ورځ په هغه ناسته کې مشال راډیو ته وکړې، چې د خوست د یو شمېر مخکښو ځوانانو د ستاینې او تقدیرولو په موخه د ځوانانو شبکې د سیمه ییز دفتر لخوا رابلل شوې وه.

ویناوالو زیاتوله، چې د ځوانانو یوه ستره برخه کار نلري او دوی لپاره د لوړو زده کړو لازم فرصتونه هم نشته.

خو بل لوري ته د افغان حکومت د ځوانانو د چارو مسوولین وايي، چې دوی د ځوانانو لپاره د کار، زده کړو او حرفو د زده کړو پراخې برنامې ترلاس لاندې لري او په همدې خاطر يې یوه پنځه کلنه ملي سټراتيژي هم جوړه کړې ده.

د خوست دوه تنه ځوان مدني فعالان کبیر مشفق او طالب منګل د ځوانانو ځنې غوښتنې داسې وړاندې کوي:

"کببر مشفق: دا مهال په خوست کې سلګونه ځوانان شته، چې لوړې زده کړې يې کړي دي، د لیسانس تر کچې يې زده کړې کړي، خو د کار موندنې په برخه کې دوی ته ستونزې دي، همداشان ډېر داسې ځوانان هم شته، چې دوی د دولت نه د لوړو زده کړو لپاره د زمینو غوښتنه کوي.

طالب منګل: د افغانستان څخه په زیاته اندازه کډوال چې اکثریت يې ځوانان ول له هېواد څخه بهر شول، نو د ملي یووالي حکومت باید د ځوانانو پښې راټېنګې کړي، د ځوانانو لپاره وړ پروګرامونه جوړ کړي، دوی تر اوسه پدې کار کې ډېر پاتې دي او سالمه ستراټیژي نلري."

په خوست کې د نووښت ټولنیز بنسټ مشر رفیع الله زیار وايي چې د ځوانانو پر وړاندې مسوولې ادارې باید ځوانان تقدیر او وهڅوي، تر څو له نهیلی راووځي او خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي:

"نو زموږ غوښتنه له نورو مدني نهادونو، حکومتي ارګانونو او هغه کسانو څخه چې د ځوانانو پر وړاندې مسوولیت لري، دوی باید تقدیر کړي، ويې ستايي او د مایوسۍ له حالته يې وژغوري."

د نجیب دانش په نوم یو بل خوستی ځوان پدې اند دی، چې کچیرې د ځوانانو له فکري او جسماني قوت څخه د هېواد په ابادۍ کې ګټه واخیستل شي، نو شته هېوادنۍ ستونزې او ناخوالې به ختمې شي:

"زما به د ملي یووالي پر حکومت دا غږ وي، چې پکار ده ځوانان په مهمو دولتي پسټونو کارونه وکړي، د دوی د ځوانو انرژیو او ځوانو فکرونو نه کار واخلي، تر څو موږ د یو باثباته افغانستان لرونکي شو، کله چې ځوانان سره یو ځای شي او منسجم شي، نو بیا به نه ستونزې وي او نه به ناخوالې وي."

د ځوانانو د شبکې سیمه ییز مشر عبدالله باور د ځوانانو د مایوسۍ یو ستر لامل ځوان کهول ته د لازمې پاملرنې نشتون ګڼي، هغه غوښتنه کوي چې د خوست ځوانانو ته دې توجه ډېره شي:

"د ځوانانو شبکې د خوست ولایتي دفتر د ټولنې د مخورو سره وپتیله چې د خوست پیاوړي او مخکښ ځوانان تقدیر کړي، خوستي ځوانان مو مایوسه شوي دي، ښه ښه کدرونه لرو، خو دولت ورته توجه نده کړې موږ پر دولت هم غږ کوو، چې د خوست ځوانو کدرونو ته دې په ښه سترګه وګوري. "

بل لوري ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات وايي چې د ځوانانو د کار، زده کړو، کسب او بهرنیو هېوادونو ته له مهاجرتونو څخه د راګرځولو لپاره د پراخو برنامو د پلي کیدو په هڅه کې دي.

ښاغلی سادات وايي:

"موږ شپه او ورځ پدې هڅه کې یو چې د ځوانانو لپاره کار پیدا کړو، ځوانان تعلیم ته وهڅوو، ځوانانو ته کار او کسب ورزده کړو، تر څو ځوانان له بیکارۍ، نشه يي توکو او ځوانان په غیر قانوني او قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته له مهاجرتونو راوګرځوو."

د ځوانانو د چارو معین ډاکټر کمال سادات د ځوانانو د لوړو زده کړو په برخه کې وویل، چې یاد معینیت په کابل او ګڼو ولایتونو کې د لوړو زده کړو او د مسلکي ادارو سره په لږ فیس د ځوانانو د جذبولو پروتوکولونه لاسلیک کړي، چې په دې سره به زرګونه ځوانانو ته د تحصیل زمینې برابرې شي.

XS
SM
MD
LG