د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماه نور ارباب د سینګارولو مرکز چلوي


ماه نور ارباب په پېښور کې د مېک اپ کلاسونه هم ورکوي او خپله یې په کراچۍ، لبنان او دبي کې مسلکي کورسونه هم اخیستي دي.

په سروه پروګرام کې راسره له پېښوره ماه نور ارباب مېلمنه ده. ماه نور په ډېر کم عمر کې په پېښور کې یو د سینګارولو یا ارایش ګاه مرکز چلوي.

مخکې یې فېشن ډیزایننګ هم کړی دی او د جامو نمایشې یې هم کړې دي.

ماه نور یوه مېک اپ آرټسټه ده چې د مختلفو موقعو لپاره د جینکو او ښځو ارایش کوي. هغه په پېښور کې د میک اپ کلاسونه هم ورکوي او خپله یې په کراچۍ، لبنان او دبي کې مسلکي کورسونه هم اخیستي دي.

په نننۍ سروه خپرونه کې له ماه نور سره خبرې کوو چې کوربنه یې ملیحه امیرزاده ده.

د سینګار مرکز چلوونکې ماه نور ارباب مو مېلمنه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG