د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اته میلیونه وګړي او اته سوه سکولونه


د تعلیم چارو کارپوه او د پیښور پوهنتون پخوانی مشر قبله ایاز وايي، حکومت قبایلي سیمو ته له لومړۍ ورځې پاملرنه نه ده کړې چې له لاسه یې هغوی د ژوند په هره برخه کې شاته پاته دي او باید په هره څانګه کې یې کار وشي.

فاټا سیکریټرېټوايي چې په قبایلي سیمو کې د اته سوه دوولس (۸۱۲) زده کونکیو لپاره یو سکول او اوه څلویښت (۴۷) زده کونکو لپاره یو استاد مقرر دی. چارواکي زیاتوي د سیمو په سرکاري سکولونو کې تر شپږو لاکو زیات طالبعلمان زدکړې ترسره کوي.

له باجوړ اجنسۍ سېنېټرهدایت الله مشال ریډیو ته وویل، چې په فاټا سیکریټرېټکې د تعلیم سیکرېټري وقار الحسن نن د نهې په ورځ د سېنېټ د سیفران لپاره قایمه کمیټۍ ته په قبایلي سیمو کې د تعلیم په باب بریفنګ ورکړ.

نوموړی چې د یادی کمیټۍ غړی هم دی وايي، د بریفنګ پر مهال د وقارالحسن وینا وه چې په باجوړ، مومندو، خېبر او کورمه اجنسۍ کې د سکولونو شمېر کم دی خو د زده کونکیو تعداد زیات دی. بلخوا په ایف آرز، اورکزیو، شمالي او جنوبي وزیرستان اجنسیو کې زده کونکي کم دی خو په دې سیمو کې د سکولونو تعداد زیات دی.

سېنېټرهدایت الله وايي چې د تعلیم په مد کې ټولو اجنسیو ته تقریبا یو هومره فنډ ورکول کېږي خو د دوی به دا کوښښ وي چې په راتلونکي وخت کې هغه اجنسۍ ته چې په سکولونو کې يې د زده کونکیو شمېر زیات وي نه یوازې زیات فنډ ورکړل شي بلکې استادان هم ورته زیات کړل شي.

د قایمه کمیټۍ یو بل غړي او د کرمې اجنسۍسېنېټرسجاد توري وايي، په کومو سیمو کې چې زده کونکي کم او د سکولونو تعداد زیات دی نو فاټا سیکریټرېټغواړي، په هغه سیمو کې ځینې سکولونه بند کړي او طالبعلمان په متبادل سکولونو کې ځای پر ځای کړي او دوي ګڼی که په سمه توګه داسې وکړي نو نتیجې به يې ښه راووځي.

د ذکر ده چې په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ له لاسه د تېرې یوې اوږدې مودې راهیسې یو شمېر سکولونه او کالجونه هم بند دي. د دې ترڅنګ په فاټا کې نه خو د نړیوال کچې یو پوهنتون او نه میډیکل کالج شته.

خو د تعلیم چارو کارپوه او د پیښور پوهنتون پخوانی مشر قبله ایاز وايي، حکومت قبایلي سیمو ته له لومړۍ ورځې پاملرنه نه ده کړې چې له لاسه یې هغوی د ژوند په هره برخه کې شاته پاته دي او باید په هره څانګه کې یې کار وشي.

یاده دې وي چې د وفاق تر اتنظام لاندې دا قبایلي سیمې په اووه (۷) اجنسیو او شپږ (۶) ایف آرز مشتملې دي او له فاټا منتخب پارلماني غړیو د مالوماتو له مخې د دوی د سیمو وګړي تر اتیاو لاکو زیات دي.

XS
SM
MD
LG