د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرمې بې کوره کړل شوي خلک وايي ، د ژمي یخنۍ سخت ځپلي دي


له کرمې د وتونکې یو کورنۍ عکس
له کرمې د وتونکې یو کورنۍ عکس

په قبایلي سیمه کورمه کې د کډوالو په دراني کیمپ کې مېشت بې کوره کړل شوي خلک وايي ، یو پلو یخنۍ سخت ځپلې دي او بل پلو ورته حکومت پاملرنه نه کوي.

کرمه ایجنسۍ: په قبایلي سیمه کورمه کې د کډوالو په دراني کیمپ کې مېشت بې کوره کړل شوي خلک وايي ، یو پلو یخنۍ سخت ځپلې دي او بل پلو ورته حکومت پاملرنه نه کوي.

دوی وايي ، که چېري له دوی سره په سم دستي توګه اړوند مرستې ونه شوي نو د ژمي یخني به یې لا ډېر وځپي.

په کیمپ کې میشت د علی شیرزو سیمې عالم خان مشال راډيو ته وویل ، په سیمه کې یخني دومره زیاته ده چې دوی یې نشی زغملای.

دا په داسې حال کې ده چې هلته دا مهال هم شاوخوا شپږ نیم سوه بې کوره کړل شوې کورنۍ مېشتې دي چې غړي زیاتره ماشومان او مېرمنې دي.

د محمد میر په نامه یو بل بې کوره کړل شوي کس مشال راډيو ته وویل ، له موږ سره داسې هیڅ وسیله نشته چې له یخنۍ ځان پرې وساتو.

په دې کیمپ کې د شورا په نوم د کمیټی یو غړي مومین خان له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال غوښتنه وکړه چې حکومت دې دوی له یخنۍ وژغوري او له دوی سره دې په دې برخه کې مرسته وکړي.

په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام اداره وايي چې په دې لړ کې به له یادو اغېزمن شوو کورنیو سره مرستې وکړي.

د یادې ادارې یو مشر مجاهد علی مشال راډیو ته وویل ، له موږ سره د متاثرینو فکر شته او په دې لړ کې به له هغوی سره مرستې وشي.

په کورمه ایجنسۍ کې له مودو راهیسې د وسله وال طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو او فرقه ییزو شخړو له کبله په زرګونه کورنۍ بې کوره شوې دي.

په دې کډوالو کې ځینې د ملک په بندوبستي او نسبتاً ارامو سیمو کې د کډوالو په کېمپونو کې ژوند کوي او یو شمېر یې بیا له دې کېمپونو بهر اوسېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG