د لاسرسي ځای

تازه خبر

“امریکا دې له افغان پوځ سره مالي مرستې جاري وساتي”


امریکا له خپلو اتحادیانو غوښتنه کړې چې د افغانستان له پوځ سره دې مالي مرستې جاري وساتي.

امریکا له خپلو اتحادیانو غوښتنه کړې چې د افغانستان له پوځ سره دې مالي مرستې جاري وساتي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر باراک اوباما د انتظاميې ځانګړي استازي، ریچرد اولسن د جمعې پر ورځ په برسلز کې د ناټو د بنیادي فیصلو د څانګې له غړو سره وليدل.

اوسلن خبریالانوته وویل”زما په فکر موږ ټول پر دې خبره سره سلا يو چې د۲۰۱۵کال د افغان امنيتي ځواکونو لپاره يو ډير ستونزمن کال وو خو دا وجه ده چې موږ بايد د مرستي او پوې شريکولو ماموريت يا مشن جاري و ساتو. نوموړي وویل هم دغه لامل دی چې ولسمشر اوبامه سږ کال د ۹۸۰۰ او په راتلونکو کلونو کې د ۵۵۰۰ عسکرو په افغانستان کې د پاته کېدو فيصله وکړه .”

ريچرډ اولسن هیله څرګنده کړه چې د ناټو غړي به له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ م کلونو لپاره هغومره مرستې وکړي چې په ۲۰۱۲ م کال کې یې په شیکاګو کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG