د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپلې خاورې د ترهه ګرۍ کارولو لپاره نه پرېږدو. ایران او پاکستان


کوټه: د سیستان بلوچستان ګورنر علي اصغر شکاري د بلوچستان له اعلا وزیر ثناوالله زهري او نورو صوبايي وزیرانو او چارواکو سره.
کوټه: د سیستان بلوچستان ګورنر علي اصغر شکاري د بلوچستان له اعلا وزیر ثناوالله زهري او نورو صوبايي وزیرانو او چارواکو سره.

د بلوچستان حکومت لخوا رسنيو ته په لېږل شوې دې خبرپاڼه کې مخکې ویل شوي، د دواړو هیوادونو چارواکو په دې هم زور ورکړ، چې ددوی تر منځ به تجارت زیاتوي.

په کوټه کې د ایران، سیستان بلوچستان صوبې ګورنر علي اصغر شکاري د بلوچستان له اعلا وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړي او په دې ملاقاتونو کې د دواړو هیوادونو او صوبو مشرانو هوډ څرګند کړی، چې خپلې خاورې به د يوه بل پر ضد کارولو ته په هيڅ وخت نه پرېږدي.

د بلوچستان حکومت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ایران د سیستان بلوچستان صوبې مرستیال ګورنر علي اصغرشکاري د چارشنبې په ورځ له يوه لوړپوړي پلاوي سره کوټې ته راغلی او دلته يې ددغې صوبې له اعلی وزیر نواب ثناو الله زهري سره سره له نورو لوړوپوړو چارواکو سره ليدلي.

دا خبرپاڼه ليکي، د سیستان بلوچستان د مرستیال ګورنر علي اصغرشکاري او د پاکستاني بلوچستان د اعلی وزیر نواب ثناوالله زهري تر منځ په خبرو اترو کې له دواړو غاړو دا هوډ څرګند شوی، چې خپلې خاورې به کله هم د يوه بل پر ضد د ترهګرو يا ترهګرۍ لپاره کارولو ته نه پرېږدي. له دې خبرپاڼې سره سم، ترهګر د دواړو اسلامي هیوادونو د ګټو پرضد کار کوي، چې په خبره يې همدا ترهګر هڅه کوي، چې د یادو دوو ګاونډي هیوادونو تر منځ کرکه پيدا کړي او تر منځ واټن زیات کړي. په دې ملاقات کې د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ پرېکړه شوې، چې د ترهګرۍ پر ضد به له يوه بل سره د مالوماتو په شريکولو کې اضافه کوي او هم به د دواړو هیوادونو ځواکونه ګډه ګزمه هم کوي.

د دې خبرپاڼې په خبره د دواړو هېوادونو تر منځ په دې هم اتفاق شوی، چې د پولې دواړو غاړو ته ترهګر هيڅ مذهب، قام یا قبیله نه لري، بلکې په خبره يې ترهګر يوازې ترهګر دي. دواړو هیوادونو د ترهګرۍ د ختمولو او په خپل منځ کې د دوستۍ د ټينګولو عزم شوی.

د بلوچستان حکومت لخوا رسنيو ته په لېږل شوې دې خبرپاڼه کې مخکې ویل شوي، د دواړو هیوادونو چارواکو په دې هم زور ورکړ، چې ددوی تر منځ به تجارت زیاتوي، خو په خبره يې پراخ تجارت هله ممکن دی، چې دواړه هیوادونه د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد سره یو مټی شي.

د ایران د سیستان بلوچستان د مرستيال ګورنر او د پاکستان د بلوچستان د لوړپوړو چارواکو تر منځ دا ملاقات په داسې حال کې کېږي، چې له مودې راهیسې ياد دوه هېوادونو پر پوله باندې په يوه بل د بریدونو او د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي.

XS
SM
MD
LG