د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان او هند دې نوره تربګني پای ته ورسوي"


اغازدوستي تنظيم په ۲۰۱۶م کال د هند او پاکستان يو څو ځوانانو او پېغلو جوړ کړی چې له دواړو هيوادونو سره سره یې د افغانستان طالبعلمان هم غړي دي

په اسلام اباد کې د هند او پاکستان د خلکو ترمېنځه دوستۍ د پېل کولو تنظيم "اغازدوستي" تر سیوي لاندې د زيارت په ورځ د [پاک ــ هند امن کلېنډر دوه زره شپاړلسم] د مخکتنې دستوره وشوه چې پکې ګڼو ځوانانو او پېغلو ګډون وکړو.

د دې تنظيم د چارواکو په وینا چې په دغه کلېنډر د هند او پاکستان ترمېنځه د ښو اړيکو جوړولو او د خلکو ترمېنځ د دوستۍ پېغامونه ورکړل شوي دي.

د دې تنظيم يوې غړې او هند ته بللې شوې پېغلې سدره مشال رېډيو ته وويل که څه هم په سياسي کچه د پاکستان او هند ترمېنځ تعلق ښه نه دی خو بايد ولسونه د دواړو خواو ترمېنځ د مينې او ورورولۍ اړيکې جوړې کړي.

د سدره په وینا چې دلته د راتلو مقصد کله هم دا نه دی چې په سياسي کچه دواړو هېوادونو کې څه روان دي، بلکې دلته د راغونډېدو او دې کلېنډر مخکتنه کول دا مقصد لري چې د دواړو خواو ولس په خپلو سياستدانانو او بيوروکرېسي دا فشار واچوي چې خپلې اړيکې ښه کړي ځکه چې هم داسې دوی پرمختګ کولی شي

((دنيا يو نړيوال کلی جوړ شوی، اقتصادي ګټي وي او که کلتوري د هر څه لپاره ښې اړېکې ضروري دي او هم ولس په خپلو مشرانو زور اچول شي))

دې غونډې ته راغلي يو شخصي سکول چلوونکي هادي خان مشال رېډيو ته وويل دا يو حقيقت دی چې هند او پاکستان له مودو راهسې يو بل دښمن بولي خو د امن لپاره اوس ضروري ده چې له سياسي مشرانو سره سره ولس سختدريځي پرېږدي.

((دلته چې کوم خلک دي هغه شعور لري، سوچ یې کړی او دا ضرورت محسوسوي چې اوس د ولسونو ترمېنځ اړيکې ښې شي، زه وايم چې بې شکه دواړه خواو ولس يو بل دښمن بولي خو زه پخپله هم په دې نن قایل شوم چې سختدريځې پرېښودل اوس زموږ ضرورت دی))

اغازدوستي تنظيم په کال دوه زره دولسم کې د هند او پاکستان يو څو ځوانانو او پېغلو جوړ کړی په کوم کې چې د دواړو هيوادونو سره سره د افغانستان طالبعلمان هم غړي دي او د دې د چلوونکو په وېنا دا وخت دوي لس زره غړي لري

د دې تنظيم د ويبپاڼې ترمخه د مخکتنې دا دستوره د دې وړاندې په هند کې هم ترسره شوې چې پکې د پاکستان نه هم يو شمېر غړو ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG