د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په سلګونه ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوه


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ۳۴۱ ميله بيلابيل ډول وسلې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ۳۴۱ ميله بيلابيل ډول وسلې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.


امنیتي چارواکي وايي چې دغه وسلې يې په بیلابيلو چاڼیزو عملیاتو کې لاسته راوړې وې.

د ننګرهار امنیتي چارواکو چې د تيرو لسو مياشتو په دوران کې د بیلابيلو چاڼیزو عملياتو په ترڅ کې په سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې نیولې وې د چارشنبې په ورځ يې د ډایاګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلی.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد وايي، دغه وسلې يې د ملي امنيتي ځواکونو سره په ګډه په بیلابیلو چاڼیزو عملیاتو کې لاسته راوړې وې.

(( د لسو میاشتو د عملياتو په جريان کې موږ وکولای شول چې دوه ځله، د ۲۷۱ عملیاتو په ترڅ کې مو وسلې نيولې وې، نن مو ۳۴۱ ميله مختلف النوعه وسلې چې د طالب، داعش او د ځينو جنايي جرمونو په خلاف زموږ اقدام شوی و، وسلې مو په لاس راوړې وې، د ډایاک پروګرام ته مو وسپارلې. تير ځل هم موږ ۲۷۰ ډول ډول وسلې د ډایاک پروګرام ته سپارلې وې.))

د ننګرهار مرستيال والي خوښي څرګنده کړه چې ملي امنيتي ځواکونو د خپلو سرونو په قربانيو سره له ننګرهار نه په کلکه دفاع کړې ده.

(( زه د خپلو امنیتي ځواکونو قدردانی کوم چې دوی په ولایت کې د امن راوستلو په خاطر د زړه له اخلاصه کار کوي. ټول امنیتي ارګانونه چې په دغه ولایت کې کار کوي، همیشه يې رسيدګي کړی او دښمن یا مخالفينو ته يې غاښ ماتوونکي ځواب ورکړی دی. دا د همدوي د سرښندنو نیتجه وه چې نن يې ۲۳۱ ميله مختلف النوعه وسله د ډاياګ پروسې ته تسليم کړه.))

په ختيځ زون کې د ډاياګ د پروګرام مسوول جنرال جوهر دولتزی وايي چې پخوا يې هم په ننګرهار کې له دغو وسلو څخه محلي پوليسو ته ورکړي او په پام کې لري چې له دې وروسته هم له همدې وسلو څخه کار واخلي.

(( د وزارت دفاع د امر په اساس او د امنیه قومانداني په پيشنهاد باندې مختلف النوعه سلاح چې په هغې کې راکټ، پیکا او کلاشینکوف شامل دي، په شرقي زون کې د اول ځل لپاره محلي پوليسو ته توزیع شوي دي او دغه اوس زموږ او ستاسو ورونه له ننګرهار څخه د همدې سلاح په ذریعه دفاع کوي.))

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکيوايي، دوی چې له تيرو لسو مياشتو راهيسېله ګډو امنیتي ځواکونو سره چاڼیز عمليات تر سره کړي، په سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې لاسته راوړي، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا په ډيپو ګانو کې خوندي شوي چې هغه به هم په نیږدې راتلونکي کې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG