د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو ضد تګلاره چې نه وي اوښتې، ترهه ګري به روانه وي؟


د پیښور ښار پولیسو مشر مبارک زیب وايي د خپلو وسایلو او نفرۍ مطابق یې د پولیس ګشت سېوا کړی، په مهمو ځایونو کې یې ناکه بندي کړې.

د چارسدې په باچا خان پوهنتون د وسله وال برید نه پس د خېبر پښتونخوا د صوباي کابینې غونډې ته وزیراعلا پرویز خټک وېلي چې صوباي حکومت به دصوبې ټولو تعلیمي ادارو ته تحفظ ورکوي. نوموړي په دغه موقع د مرکزي حکومت نه د ملیشا ځواک صوبې ته د واپس کولو غوښتنه هم وکړه.

دا چې وییل کیږي په صوبه کې د تعلیمي ادارو شمېر زیات او د پولیس شمېر کم دې، پولیس په موجوده حالاتو کې د تعلیمي ادارو دحفاظت لپاره څه ګامونه پورته کړي؟ د پیښور ښار د پولیسو مشر مبارک زیب په دې پوښتنه وای چې د خپلو وسایلو او نفرۍ مطابق یې د پولیس ګشت سېوا کړی، په مهمو ځایونو کې یې ناکه بندي کړې. نوموړې زیاتوي د پولیس اعلا چارواکي پخپله ټوله ورځ د تعلیمي ادارو د څارنې نګراني کوي او د خپلو دفترونو نه بهر د بیلا بیلو سیمو دورې کوي. مبارک زیب واي چې دا غېر معمولي حالات دي او پکار دي چې تعلیمي ادارې هم خپل حفاظتي ګامونه پورته کړي. نوموړې وای دې لړ کې د تعلیمي ادارو او پولیس ترمنځه د همکارۍ یو نظام هم جوړ کړې شوې دې خو په پیښور کې خبریال مشتاق یوسفزۍ وای چې د په تعلیمي ادارو د پولیس او پوځ نګراني خاص ګټه نه کوي ځکه چې په باچا خان پوهنتون کې د امنیت ټینګولو لپاره خپل خلک هم وو او پولیس هم ورسره مرسته کړې وه چې تر یوې ګنټې پورې یې د وسله والو مقابله وکړه خو بیا هم پکې زده کوونکي او استاذان ووژل شو. نوموړې واي پکار دي چېحکومت د بدامنۍ د مخنیوي لپاره اوږد مهاله پالیسي خپله کړي.

دې ته په اشاره سره د دفاعي چارو څیړونکې ریټایرډ بریګیډیر سعد محمد واي

چې پاکستان دې د وسله والو خلاف کاروايي کې د ښو او بدو فرق ختم کړي نو هله به دا مسله ختمیږي. نوموړې زیاتوي چې امنیتي ادارې اوس هم د ځنې ډلو خلاف عملیات کوي او د ځینو خلاف نه، حالانکه په حقیقت کې ټول وسله وال یو دي. سعد محمد زیاتوي چې دې لړ کې عمومي امنیت قایمول پکار دي او دهغې لپاره د افغانستان امنیت او سوله بنیادي حثیت لري.

دیادونې وړ ده چې د تیر اتوار په ورځ وزیراعظم نواز شریف په لندن کې خبر یالانو ته د وېنا په وخت منلې چې د ترهه ګرۍ ضد پلان باندې عمل سست روان دی. په دغه شل نکاتي پلان ټول سیاسي ګوندونه متفق شوي دي اوحکومتي او پوځي مشرتابه ته یې واک ورکړې چې د بدامنۍ د ختمولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کړي

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG