د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور پوهنتون افغان زده کوونکیو ته سکالرشپې اعلان کړې


په لمز LUMS کې داخلې فارم لپاره زده کوونکې د پوهنتون پر وېب پاڼه www. lums.edu.pk/agsp يا ټيليفون نمبر 042.111-11-5867 رابطه کولی شي.

د پاکستان پنجاب صوبې، لمزپوهنتون (لاهور منېجمېنټ اف ساینسیز) یوه چارواکې وايي، د افغان او پاکستان حکومت د سکالرشیپونو (بورسونو) تر یوې ګډې پروژې لاندې یې پرېکړه کړې چې په ټوله نړۍ کې مېشت افغان زده کوونکو ته د ساینس او اقتصاد په ګډون په مختلفو څانګو کې سکالرشیپې ورکړي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د داخلو چارو ډایرېکټرې شمایلې وويل چې د دې لپاره د درخواستو اخیستو چارې پیل شوې دي. دا زیاتوي چې د دولسم ټولګي (انډر ګرېجوېټس) فارغه شوي زده کوونکي د فېبرورۍ تر اوولسمې نېټې او د اېم اېس او اېم بي اې د مارچ تر اوولسمې نېټې خپل درخواستونه جمع کولی شي.

آغلې شمایلې وويل چې د د دولسم ټولګي هغه فارغه زده کوونکي چې (او لېول O LEVEL) یې کړی وي نو هغوی ته له بي ــــ درجې سره شپږ مضمونه پکار دي. دغه رنګ(اې لېول، A Level) له درو لازمې مضمونونو سره پاسول ضروري دی. که چا لسم يا دولسم ټولګی پاس کړی وي او تر اوويا فيصده پورې نمبرې یې اخیستې وي نو هغوی د داخلې اهل ګڼل کېږي.

شمایله زیاتوي د اېم اېس يا اېم بي اې لپاره زده کوونکیو لپاره د شپاړلسم ډګري شرط دی او که یې له یوه بهرني هېواده زدکړې کړې وي نو بيا ورته د پاکستان تعليم مساوي ډګري ښودل پکار ده.

دې وویل، په دې پروګرام کې یو ټاکلې شمېره نشته چې څومره زده کوونکیو ته به داخلې ورکول کېږيږ د دې په خبره هر هغه زده کوونکی چې په ذکر شویو شرطونو پوره خېژی هغه ته به داخله ورکول کېږي او ټول تعليمي لګښت به یې پوهنتون ورکوي.

شمایله وايي، د دولسم ټولګي فارغین په((BSc اکاونټس او فاینانس او پهBScمنجمنټ ساینسز کې داخلې اخیستلی شي. له دې علاوه په ساینس کېبي اېس بایيو، کېميسټري، کمپيوټر ساینس، اليکټرېکل انجنیېرینګ، ریاضي او فزیکس کېد داخلې لپاره درخواست ورکولی شي.د شپاړلسم پاس (په ګرېجوېټ کچه) MBA ، MS کمپيوټر ساینس، کېمیسټرۍ، الېکټریکل انجنیېرینګ، MS مېتیمېټیکس، فزیکس او بایيو کې داخلې اخیستلی شي.

د آغلې په وینا د نورو مالوماتو او داخلې فارم لپاره زده کوونکې د پوهنتون په وېب پاڼهwww. lums.edu.pk/agsp يا ټيليفون نمبر 042.111-11-5867 رابطه کولی شي.

XS
SM
MD
LG