د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خان پوهنتون بیا پرانیستل شو


ترهه ګرۍ ځپلی باچاخان پوهنتون بیا پرانستل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

ترهه ګرۍ ځپلی باچاخان پوهنتون بیا پرانستل شو

چارسده - د خیبر پښتونخوا په چارسده کی باچا خان پوهنتون د تېرې اوونی تر وسله وال برید وروسته پر دوشنبه یا ګل بیا پرانستل شو.

د پوهنتون د انتظاميي په وينا سهار ۱۱ بجې د وژل شویو زده کونکو او نورو کارکوونکو لپاره په پوهنتون کی دوعا وشوه.

سهار چې پوهنتون پرانیستل شو نو زده کوونکي ورروان ول او په ټولګیو کې سبقونه پیل شول.

هلته د پېښور پوهنتون استادانو ټولنه په ښار کې د باچا خان پوهنتون له زده کوونکو او استادانو سره د یووالي په موخه لاریون کوي.

د پنجشنبې یا زیارت پر شپه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د صوبې له پوهنتونونو سره به امنیتي پوستې جوړوي چې پر باچا خان پوهنتون د جنورۍ ۲۰مې په څېر د نورو بریدونو مخنیوی وکړای شي.

اعلا وزیر په یوه بیان کې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړې وه چې د امنیت ټینګښت لپاره دې ورته د اېف سي امنیتي ځواک سرتېري ورستانه کړي.

بیان وايي، حکومت دې د خیبر پښتونخوا د اېف سي ځواک هغه سرتېري صوبې ته وسپاري چې دا مهال په اسلام اباد او کراچۍ کې ځای پر ځای کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG