د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د ترهګرۍ ضد کړنلار ورو ده


پراګ - د پاکستان وزیراعظم نواز شریف منلې ده چې د ترهګرۍ پر ضد د جوړې شوې کړنلار پر یو شمېر برخو ورو عمل کېږي.

تر دې مخکې په پاکستان کې یو شمېر ګوندونو او شنونکو پر حکومت تور پورې کړی وو چې د یو کال په موده کې یې پر نیشنل اېکشن پلان سم عمل نه دی کړی.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په لندن کې خبریالانو ته وینا پر وخت نواز شریف هوډ څرګند کړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې به مبارزه ګړندۍ کړي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه وسله والو په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون برید وکړ چې پکې ۲۱ کسان ووژل شول.

نواز شریف وویل ، پاکستان او افغانستان ژمن دي چې خپلې خاورې د یو بل پر ضد استعمال ته پرېنږدي.

پر باچا خان پوهنتون تر برید وروسته د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تور پورې کړ چې دا حمله له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان وسله والو تنظیموله، حال دا چې تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د جنورۍ پر ۲۰مه رسنیو ته په استولي پیغام کې دا برید ((سخت غندلی)) وو او دا یې ((د شریعت ضد)) کار بللی وو.

په ادم خېل دره کې د طالبانو یوې ډلې د دې حملې ذمه واري منلې وه.

هلته د پنجشنبې یا زیارت پر ماښام د افغان ولسمشر دفتر په یوه بیان کې وویل، نه یې کله ((د ترهګرو ډلو ملاتړ)) کړی او نه یې ورته ((پټنځایونه برابر کړي.))

په بیان کې راغلي ول چې د پاکستان پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه هغه څرګندونې ((بې بنسټه دي)) چې ګواکې پر باچا خان پوهنتون برید کوونکي له افغانستانه ورغلي ول.

د ولسمشر په بیان کې راغلي ول چې، د چارسدې پر پوهنتون د برید غندنه کوي او بیا تکراروي چې وسله وال ((ښه او بد نه لري)) نو دواړه هېوادونه یې باید ((په ګډه پر ضد مبارزه وکړي.))

د یکشنبې پر ورځ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم خبریالانو ته وویل چې د باچا خان پوهنتون برید په اړه ((په هېچا تور نه پورې کوي.))

XS
SM
MD
LG