د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پولیسو د نشه يي توکو او بم اېښودنو په تور ۱۳ کسان نیولي


خوست: د افغانستان د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې يې په یاد ولایت کې د مخدره توکو د کاروبار او د ماین اېښودنو په تور دیارلس مظنونین نیولي او اوسمهال يې قضیې په کشفي او عدلي ادارو کې تر څېړنو لاندې دي.

خوست: د افغانستان د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې يې په یاد ولایت کې د مخدره توکو د کاروبار او د ماین اېښودنو په تور دیارلس مظنونین نیولي او اوسمهال يې قضیې په کشفي او عدلي ادارو کې تر څېړنو لاندې دي.

د شنبې پر ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د رسنیو خبریالانو ته وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې په لویو لارو او ګڼ میشتو سیمو کې د پولیسو له خوا د وسله والو له لوري دریارلس کړۍ ځای پر ځای شوي د وسایطو ضد ماینونه شنډ شوي او دولس نور ماینونه نیول شوي دي.

خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل"په یوه هفته کې دیارلس حلقې ماینونه د پولیسو له خوا خنثی شوي او دولس مختلف النوع ماینونه چې دښمن د خوست میشتو د وروڼو او خویندو د وژلو لپاره خوست ته راوړي وو، خوشبختانه چې په خپل وخت سره ونیول شول، موږ یوولس نفره مظنونین د مخدره موادو په مورد او دوه هم د ماین ايښودنې په تور نیولي دي."

د خوست امنیه قوماندان وايي چې په نیول شویو مخدره توکو یا نشه يي موادو کې چرس، پوډر یا هیروین، الکولي مشروبات او نور توکي شامل دي.

جنرال غیرت زیاتوي، په خوست کې میشت امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي، چې خلک ارامه او هوسا ژوند ولري او چا ته به اجازه هم ورنکړي چې په سیمه کې ناامنۍ او نورې ټولنیزې ناخوالې رامنځته کړي.

"د وطن دښمنانانو ته به دا موقع ورنکړو، څو زموږ خلک په وینو کې ولمبوي، د مخدره توکو قاچاقیانو ته هم خبردارۍ ورکوو، چې د پولیسو له خوا به ونیول شي او د خپلو اعمالو سزا به وویني."

که څه هم ځنې وخت په خوست کې ماین چاودنې د خلکو د انديښنې لامل ګرځي، خو د خوست امنیه قوماندان ډاډ ورکوي، چې پولیس او ټولې امنیتي ادارې به کوښښ وکړي، تر څو د ماین چاودنو او له دې لارې د ځاني تلفاتو د اړولو مخه ونیسي.

جنرال غیرت وايي، وسلوال په دې هڅه کې دي، چې د ماینونو د انفجارولو له لارې ویره خوره کړي او د امنیتي ادارو په ګډون ملکیانو ته تلفات واړوي، خو د امیني ادارو منسوبینو تر دې مهاله د خلکو په همکارۍ تر ډېره د دا ډول پېښو مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG