د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ملېشه ځواک پر ضد احتجاج اعلان کړ


کوټه: پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې د ملېشه ځواکونو پر ضد احتجاج اعلان کړی دی.

کوټه: پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې د ملېشه ځواکونو پر ضد احتجاج اعلان کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرتابه د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې ده چې ملېشه ځواکونه دې په په هرنايي کې له ولسه د بتې اخیستلو له عمله منع کړي.

دا اعلان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشراو د پاکستان د سینيټ غړي عثمان خان کاکړ د خپل ګوند له صوبايي وزیرانو سره یو ځای د شنبې په ورځ په کوټه کې د یو خبري غونډې پر مهال کړی دی.

عثمان خان کاکړ خبري غونډې ته وویل چې د پاکستاني ملېشه ځواک پر ضد به په هرنايي سیمه کې احتجاجي ولسي غونډه کوي.

عثمان خان کاکړوویل ، د پاکستان ملېشه ځواکونه له مودې راهیسې په هرنايي سیمه کې له ولس څخه بته يا کلنګ اخلي او د صوبايي اسمبلۍ ، صوبايي کابينې فیصلو ته غاړه نږدي.

نوموړي زیاته کړه ، هر هغه ټېکس چې په ايين او قانون کې يې ذکر نه وي ، هغه ته بته يا کلنګ اخیستنه ویل کېږي. په کراچۍ کې ځواکونه د کلنګ اخیستنې پر ضد عمليات کوي، دلته يې بیا پخپله اخلي.

عثمان خان کاکړزیاته کړه چې د بلوچستان صوبې پخواني اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ، د دې صوبې اسمبلۍ او صوبايي کابینې په وار وار ملېشه ځواکونو ته امر کړی چې په هرنايي سیمه کې دې د کويلې يا سکرو له کانونو لاس واخلي خو ملېشه ځواکونه خبره نه مني.

دی وايي ، په بلوچستان کې د پوځ پخواني مشر ناصرخان جنجوعه هم بیا بیا دا منلې چې ملېشه ځواکونه په هرنايي سیمه کې په غیرقانوني توګه له ولس څخه ټېکس اخلي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو، اوس موږ مجبوه يو چې خپل ولس ته ولاړ شو ځکه به نو د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه په هرنايي سیمه کې احتجاجي ولسي غونډه کوو.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو ویاند وايي ، په ډيسمبر ۲۰۱۴ کې د ځواکونو او ځايي خلکو تر منځ تر يوه تړون وروسته ځواکونه سیمې ته ورغلي او له همدې تړون سره سم د سکرو يا کويلې پر يوه ټن ۲۲۰ کلدارې ټېکس اخلي.

د بلوچستان په یو شمېر پښتون مېشتو سیمو کې د کویلې پراخې زېرمې دي چې را اېستل کېدونکې کویله یا سکاره د ملک نورو برخو ته وړل کېږي.

په دې وروستیو کې د بلوچستان د کروندګرو سازمان مشال راډیو ته ویلي وو چې له بلوچستانه هره ورځ تر لس زره ټنه زیاته کویله پنجاب ته وړل کېږي.

XS
SM
MD
LG