د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: کانونه په غير قانوني توګه کيندل کيږي


د شیرزادو ولسوال معلم معشوق
د شیرزادو ولسوال معلم معشوق

د ننګرهار چارواکي وايي چې د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د قیمتي کاڼو کانونه په غير قانوني ډول کيندل کيږي چې اویا سلنه ټيکس يا ماليه يې د دولت وسله والو مخالفینو ته ورکول کيږي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د قیمتي کاڼو کانونه په غير قانوني ډول کيندل کيږي چې اویا سلنه ټيکس يا ماليه يې د دولت وسله والو مخالفینو ته ورکول کيږي.

د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ چارواکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو کانونهپه غير قانوني ډول کيندل کيږي چې په سلو کې اويا سلنه ماليه يې د دولت وسله والو مخاليفنو ته ورکول کيږي.


د شیرزادو ولسوال معلم معشوق په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل " د ملکی خيلو په تنګي کې هم کانونه شته او د کودي خيلو په تنګي کې هم شته دی، خو دا کانونه په ډیر تاسف سره دغه کانونه د امنیت د نه شتون له امله په ډير غير فني، غير مسلکي او په ډير بې رحمانه توګه په سيمه کې د پرديو اجنټانو او بړيسو له خوا ايستل کيږي، اويا فیصده عاید يې مخالف لوري ته او ديرش فیصده يې دولت ته راځي."

ولسوال وايي چې د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د شوکاڼو او مرمرو د کانونو قراردادونه هغه چا ته ورکول کيږي چې هم په دولت کې او د دولت وسله والو مخالفینو لوړ پوړو چارواکو سره اړيکي ولري.

"هغه څوک هلته قرارداد کولای شي چې یا د لوړ پوړو چارواکو سره په فساد کې شريک وي او یا هم د وسله والو مخالفینو له سترو قوماندانانو سره لاس ولري، د قرارداد زیاته ګټه يې وسله والو مخالفینو ته ځي، همدغه اساس باندې هلته امنيت نه ښه کيږي. د هغوی مالي منابع د همدغه معدنیاتو نه په مياشت کې يو سل او شل لکه افغانۍ یوازې د قراردادیانو نه هغوی اخلي. همدغه وجه ده چې امنیتي وضع هلته ډیره خرابه ده."

د شیرزادو ولسوال معلم مشعوق زیاتوي چې پر کانونو سربيره د دغه ولسوالۍ ځنګلونه هم په بې رحمۍ سره وهل کيږي او په قچرو باندې ګاونډي هيواد پاکستان ته اړول کيږي.

"له کانونو څخه علاوه ډیر زیات ځنګلونه دي، ډيرې ښې میوه دارې ونې په کې دي، د چلغوريو ونې دي، چارمغز دي، نښتر دي. دغه ونې د سیمې شومفکره خلک شنې ونې پرې کوي او په غرونو يې پاکستان ته اړوي، له کانونو سره سره زموږ څنګلونه هم په امن کې پاتې نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې کابو شپږ مياشتې وړاندې افغان ولسمشر د معدنونو د کیندلو ټول قراردادونه فسحه اعلان کړي خو د شیرزادو ولسوال معلم معشوق وايي چې د دغه ولسوالۍ اړوند کانونه په داسې ځای کې موقعیت لري چې د دولت د وسله والو مخالفینو په ولقه کې دي.

XS
SM
MD
LG