د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل رحیم مروت : باچا خان پوهنتون به د دوشنبې په ورځ بیا پرانستل شي


چارسده: د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون به د دوشنبې په ورځ د زده کووکو لپاره بیرته پرانستل شي.

چارسده: د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون به د دوشنبې په ورځ د زده کووکو لپاره بیرته پرانستل شي.

دا خبره د دې پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر فضل الرحیم مروت د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړه.

پر باچا خان پوهنتون د تيري چارشنبي پر ورځ د وسلوالو په بريد کې د يو پروفيسر په ګډون يوويشت زدکونکي ووژل شو.

ډاکټر فضل الرحيم مروت مشال راډيو ته په ځانګړي مرکه کې وويل چې د پوهنتون دننه به د شهیدانو په یاد کې یو یادګاري مینار جوړوي.

ډاکټر فضل الرحیم مروت د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د باچاخان پوهنتون وژل شوو زده کونکوو او پروفیسرته د زړورتیا جایزې یا تمغې ورکړي.

په خیبر پښتونخوا کې پر تعلیمي ادارو د وسله والو له خوا دا لومړی برید نه دی بلکې تر دې وړاندې هم یو شمېر خونړۍ بریدونه شوي دي.

تر ټولو خونړۍ پېښه د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر پر ۱۶م هغه مهال رامنځ ته شوه چې وسله والو د پېښور پر ارمي پبلک سکول برید وکړ او تر ۱۴۰ زیات زده کوونکي یې ووژل.

XS
SM
MD
LG