د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره مو د چارسدې پېښې مالومات شريک کړل


د ذکر ده چې افغانستان د چارسدې په پېښه خفګان څرګند کړې خو وايي وسله وال له افغانستانه نه وو ورغلي.

د زيارت په ورځ دپاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې يا ای اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان کې ویل شوي دي چې پوځي مشر جنرل راحيل شريف د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرايو ریس (چيف اېګزېکټيو) عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د نړيوالوسوله ساتونکو ځواکونو له مشر جنرل جان کمېبل سره په ټليفون خبرې وکړي او له هغوی سره یې په چارسده کې پر باچا خانپوهنتون د برید په اړه راټول کړي مالومات شريک کړل.

خبرپاڼه زياتوي چې د چارسدې پېښه د افغانستان له يو ځايه تنظيمېده او وسله والو ته د افغانستان په موبائلو نمبرو هدايت ورکول کېدلو.

په بيان کې ويل شوي دي چې پوځي مشر له افغان چارواکو وغوښته چې دغه ناوړه پېښه کې د ککړو خلکو پته ولګوي او دوی انصاف ته ورسوي.

په مېډيا د بيانونو پرځای متعلقه ملک او چارواکو سره د مالوماتو شريکولو عمل څنګه دې او افغانستان څومره کولی شي چې دپاکستان اندېښنو ته جواب ووايي په دغه اړه مشال رېډيو د پاکستان پوځ د پخواني برېګېډئېر او دفاعي چارو کارپوه سعد محمد نه تپوس وکړو نو ده وويل دا ښه خبره ده چې د ثبوتونو په بنياد خبرې وشي خو له افغانستانه دا طمع کول چې ګنې دوی به د پاکستانيو وسله والو پر ضد په خپله خاوره کاروايي وکړي بې ځايه ده ځکه چې دوي دا توان نه لري چې يو اړخ ته د افغان طالبانو په ضد جنګېږي او بل اړخته د پاکستانيو طالبانو پر ضد محاذ پرانيزي. دا رنګ ناټو هم ترهغو څه قسمه کاروايي نشي کولی تر څو چې ورسره کوټلي استخبارات او مالومات نه وي.

همدا راز د دفاعي او سلامتۍ دچارو يو بل کارپوه او د پاکستان پوځ پخوانې مېجر جنرل محمود علي دراني وای د وسله والو خلاف کاروای يو ګران او اوږد عمل دی.

دې وایې اول به افغانستان او ناټو د پاکستان نه غوښتل چې بايد د هغه خلکو په ضد کاروايي وکړي چې افغانستان کې ناآرامي پېدا کوي خو هغه وخت دغه خلکو او سيمو ته د پاکستان رسد نه وو، او اوس چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي هغه د افغانستان له وسه بهر ده.

محمود علي دراني زياتوي که دواړه هېوادونه په اخلاص او تسلسل سره په شريکه د وسله والو په ضد عزم وکړي نو امکان لري چې کامياب به شي، خو په دې کې به هم ډېر وخت لګي او دا کار شپه په شپه نه کېږي.

د ذکر ده چې افغانستان د چارسدې په پېښه خفګان څرګند کړې خو وايي وسله وال له افغانستانه نه وو ورغلي.

د افغان ولسمشر له دفتره جاري شوي يو بيان کې ویېل شويدي چې وسله وال د پاکستان افغانستان شريک دښمنان دي او دواړو ملکونو ته په ګډه د دوی خلاف مبارزه پکار ده.

رياض موسا خېل اسلام آباد

XS
SM
MD
LG