د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا صوبه خپل ځواکونه غواړي


پیښور: په باچا خان پوهنتون د وسلوالو د برید روستو د پنجشنبی په ورځ د پښتونخوا د کابینې په هنګامي غونډه کې پر امنیتيصورتحال خبرې اتری وشوې.

پیښور: په باچا خان پوهنتون د وسلوالو د برید روستو د پنجشنبی په ورځ د پښتونخوا د کابینې په هنګامي غونډه کې پر امنیتيصورتحال خبرې اتری وشوې.

د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا هاوس لخوا په خپور شوي بیان کې له مرکزي حکومته غوښتنه وشوه چې په اسلام آباد او کراچۍ کې ګمارلي اېف سي ځواکونه دې خپلې صوبې ته واپس کړل شي او وفاقيحکومت دې د ترهه ګرۍ ضد مقابلې لپاره د صوبې مالي پانګه سېوا کړي.

دا ډول غوښتنی په تېر صوبايي حکومت کې هم شوې ديخو پوښتنه دا ده چې د ایف سي ځواکونو د شمېر سېوا کولو سره به د ترهه ګرۍ په ستونزه قابو وموندل شي او که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان پوځ پخوانی بریګیډئیر سعد محمد خان وايي د پښتونخوا حکومت دا غوښتنه پر ځای ده ځکه چې ایف سي ځواکونه د قبایلی سيمو او بندوبستي سيمو د کرښې حفاظت لپاره دي، خو زیاتوي تر څو چې د ترهه ګرۍ سرچېنې او د ترهه ګرۍ سهولت کار موجود وي تر هغو قابو موندل مشکل دی

((دا خبره که دومره اسانه وی نو دېرش پلاټون امنیتيسرتېري به وختيوفاقي دولت دوی ته ورکړي وی او ترهه ګري به ختمه شوېوی، څلور کسان دې دلته مړه کړل او شپږ دې هلته مړه کړل دا خو مرګ ته راغلی وو نو دا خو تا څه ډیره توره ونه کړه ، دی کې سهولت کار لټول غواړی چې دا کسان د چا کور کې د چا په حجره کې یا جومات یا مدرسه کې ایسار شوی وو؟ دا خو به لهیو ځایه راغلي وي او د چا ځای کې به یې شپه کړې وي،ایاد دې پلټنې شوې دي چې له دوی سرډېرو ته څه رنګ راورسېدل او بیا پلوسي ته څه رنګ ولاړل او په هغه ځای کېيې په پوهنتون برید وکړ، دوی د کومو کومو لارو او امنیتيپوستو تېر شول او شپې یې چېرې وکړې،او په کوم ګاړيکې راغلي ول او دغه ګاړی د چا وو))

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د خېبر پښتونخوا په بندوبستي سيمو کې د امنیتيسرتېرو په سيوا کولو یا هر ځای کې امنیتيچېک پوسټونو جوړول د ترهه ګرۍ مخنیوی نشي کولی. پکار ده پاکستان د خپلو پولو د حفاظت لپاره هم ګامونه پورته کړي.

((موږ دا ادعاوېکوو چې موږ پوله مضبوطه کړه. موږ ضرب عضب خیبر۱ او خیبر۲وکړو او د هغې ښې پایلې رامخې ته شوې او امن راغلی دی، خو موږ په دې نه پوهېږو چې دا سرحدونه به کله سم محفوظ شي، دا یوه ښکاره خبره ده چې پاکستاني وسلوال په افغانستان کې دي او د افغانستان په هغه سيمو کې دي چېرته چې د افغانستان دولت هېڅ حکومتداري نلري، موږ دا وایو چې دا خبرې به هله ختمېږي چې کله د پاکستان، افغانستان او هند دولتونه پر یو بل باور وکړي، او یو بل د لستوڼي مارانوساتلو پرځای یو بل ته د ریښتونې دوستۍ کلک لاسونه ورکړي))

د یادونی وړ ده چې په آرمی پبلک سکول له برید وروستو د تعلیمي ادارو د حفاظت لپاره خپله تعلیمی ادارو ته د شخصيامنیتيسرتېرو ګمارلو امر ورکړل شوی وو او په باچاخان پوهنتون کې دوه پنځوست امنیتيسرتېرو د امنیت ذمه واري ترسره کوي، خو بیا هم پر باچاخان پوهنتون برید ترسره شو او د خېبر پښتونخوا د کابینې په غونډه کې د دغه شخصي امنیتي سرتېرو او دپلوسې د کلي د خلکو هم ستاینه وشوه چې باچاخان پوهنتون یې له زیاتې مرګ ژوبلې وژغورلو او بریدګر یې یواځې تر یو هاسټل پورېمحدود وساتل چې روستو د پوځ په عملیاتو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG