د لاسرسي ځای

تازه خبر

میندې پلرونه له ډاره خپل ماشومان ښوونځيو ته نه لېږي


باچاخان پوهنتون برید: مړه او ژوبل امبولانسونو کې وړل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

باچاخان پوهنتون برید: مړه او ژوبل امبولانسونو کې وړل کېږي

د ۲۰۱۴ کال دسمبر میاشت پر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول او بیا د روان کال په شلمه نېټهد چارسدې پر باچا خان پوهنتون له بریده پس د پاکستان او بیا په خصوصي توګه د خیبر پښتونخوا د سکولونو کالجونو او د پوهنتونو د زده کونکو میندې او پلرونه د خپلو بچو د حفاظت په اړه اندېښمن شوي دي.

د زده کونکو د میندې پلرونو په وینا چې په پېښور کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په سکولونو کې د وسله والو او بمي چاودنو افواګانو او په چارسده کې په باچا خان پوهنتون برید دوی ذهني دباو سره مخامخ کړي دي او نشي کولی چې د معمول مطابق خپل بچیان تعلیمي ادارو ته ولېږي.

د پېښور اوسېدونکې عشرت له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ماشومانو امتحانونه په سر دي او دوی خپل ماشومان تعلیمي ادارو ته له لېږلو وېرېږي.

،، زموږ ماشومان وېرېږي، نن هم موږ خپل ماشومان لېږل نو ویل یې راته چې موږ نه ځو، زما یو زوی سکول، یو کالج او بل پوهنتون ته ځي نو د دې نه زیات موږ ویریږي خو څه وکړو تعلیم خو حاصول دي ، وس مارچ کې امتحانونه هم شروع کیدونکې دي. د حکومت نه غوښتنه کوم چې سیکیورټي دې د تعلیمی ادارو ښه کړې او چې کوم خرچ دوي په خپلو دورو کوي باید چې هغه زموږ په حفاظت ولګول شي،،

هم د پېښور اوسیدونکې د شپږم ټولګي د یو ماشوم پلار سید رحمان چې اولاد یې دې وایې پرایویټ او سرکاري دواړو تعلیمي ادارو سیکیورټي سمه نه ده او هم دغه وجه ده چې نن څلورمه ورځ خپل زوې سکول ته نه لیږي.

،،زه حریان په دې یم چې پېښور کې کوم الغاو تلغاو جوړ شو ، په چارسده کې کومه تباهي وشوه نو زموږ سیکیورټي ایجنسیانې او حکومتونه چرته وو ؟ زه خپل زوې د ویرې سکول ته نه لیږم او څومره چې سرکاري سکولونه او شخصي سکولونه دي نو سیکیورټي یې ناقصه ده ، بوډاګان او ضعیفان سیکیورټي ګارډونه یې ودورلې دي ، هیڅ قسم کیمرې نه دې لګیدلې او که هر سکول وکتل شي نو شاته دیوال به یې کولاو وي،،

د سوات وسیدونکې نیلوفر مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په باچا خان پوهنتون برید نه پس د سوات میندو سره فکر پيدا شوې دې.

،، څنګه چې تاسو ته مالومه ده چې سوات کې سکولونه په نښه شوې وو او وس چې دا حملې کیږي نو بیا د سوات میندې او پلاران فکرمند دي چې څنګه خپل بچي سکولونه ته ولیږو. نو دلته دخلکو په زړونو کې دا ویره ده چرته تیر حالات واپس رانشي،،

بلخوا د پېښور یوه مور رابعه بصري چې د خپلې علاقې کونسلره هم ده ، وایې چې په اوسني حالاتو سخته خفه ده خو خپل بچي به تعلیم لپاره ضرور لیږي.

"موږ خپلو دښمنانو ته دا پیغام ورکوو چې د دوي داسي کارونو نه به نه موږ خپل ماشومان د سکولونو نه اوباسو او نه د یونیورسټیانو نه، زموږ سکولونه او یونیورسټیانې به ابادې وي"

کله چې مشال راډیو په دې بابله د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه نو پکې کامیابه نه شو خو د زیارت په ورځ د خیبر پښتونخوا د صوبایې اسمبلې غړي شوکت یوسفزې مشال راډیو ته ویلې وو چې حکومت به د تعلیمي ادارو سیکیورټي په لړ کې اقدامات وچتوي.

یاده دې وي چې کال ۲۰۱۴ په دسمبر میاشته کې په آرمي پبلک سکول برید کې یو سل دویشت ماشومان او د عملې دویشت کسان وژل شوې وو او د دې برید نه پس د خیبر پښتونخوا حکومت لخوا سکولونو او کالجونو کې استازونه ته د سمدستي برید په لړ کې د وسلحې چلولو تربیت ورکړې شوې وو خو د میندو پلارانو لخوا دې لړ کې اعتراضات مخې ته راغلې وو او د حکومت نه د تعلیمي ادارو د سیکیورټي د سختولو غوښتنه هغه وخت هم شوې وه.

XS
SM
MD
LG