د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولې يواځې پر پښتنو بريدونه کېږي؟


د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې د جنوبي وزيرستان له يوه ځوان ساينسدان ډاکټر اجمل وزير اوافغان باکسر فرهاد حضرت زاده په لاسته راوړنو له دوي سره خبرې وکړې.

د باچاخان پوهنتون استاز ډاکټر عبدالشکور وايي، پر پوهنتون یې برید پر ليک لوست بريد دی. نوموړی د خپل يوه وژل شوي شاګرد کامران د لاسنيوي په ځای کې ناست، د مشال راډيو ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم ته وويل” بس نور د بريدونو زغملو توان نه لرو، بايد چې پښتانه اوس د دې ځواب ولټوي چې يواځې پر دوی ولې حملې کېږي؟

ولې يواځې پر پښتنو بريدونه کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال راديو د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې نورو ميلمنو او اورېدونکو هم دغه خبره کوله چې په پاکستان کې ځنې قوتونه غواړي له پښتنو کتاب، قلم، سکول او يونيورسټي واخلي او ټوپک ورکړي او د کتابونو بستې پرځای ورته خودکش واسکټ واچوي.

پر دې سربيره مو د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې د جنوبي وزيرستان له يوه ځوان ساينسدان ډاکټر اجمل وزير اوافغان باکسر فرهاد حضرت زاده په لاسته راوړنو له دوي سره خبرې وکړې. د سوشل ميډيا چارو پوه ضياالله همدر سره مو هم خبرې کړي چې په فيس بک ، ټويټر او نورو رسنېو کې ځوانانو نن سبا پر کومو موضوعاتو خبرې کوي او د سوات ځوان هنر مند ،سکرپټ ليکونکی او هدايتکار افسرالملک افغان هم زموږ د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې ميلمه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG