د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف داکبر بګټي وژنې مقدمه کې سپین وګرځول شو


پروېز مشرف د اکبر بګټي وژنې مقدمه کې سپین وګرځول شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:23 0:00

پروېز مشرف د اکبر بګټي وژنې مقدمه کې سپین وګرځول شو

د بلوچستان صوبې پخوانی ګورنر او اعلا وزیر نواب اکبرخان بګټی په 2006 عیسوي کال کې د پروېز مشرف په واکمنۍ کې د ‌‌‌‌‌‌ډېره بګټي په غرونو کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوی وو.

په کوټه کې د ترهه ګرۍ ضد يوه عدالت د بلوچستان د پخواني ګورنر او اعلی وزیر نواب اکبرخان بګټي د وژنې په تور تورن د پاکستان پخوانی امر پرویزمشرف، د هغه د پاکستان د کورنيو چارو وزیر افتاب شېرپاو، او د هغه وخت د صوبې د کورنيو چارو وزیر شعیب نوشېرواني درېواړه بري کړي دي.

د ترهګرۍ پر ضد د کوټې ون عدالت د دوشنبې په ورځ تر اورېدنې وروسته فیصله ورکړه، چې د نواب اکبرخان بګټي د وژنې په تور تورن د پاکستان پخوانی امر پرويزمشرف او د هغه ملګري بې ګناه دي او درېواړه يې بري کړي. په دې اورېدنه کې د نواب اکبر بګټي د زوي جمیل بګټي وکیل سهېل راجپوت رسنوالو ته ددې اورېدنې د فیصلې په هکله وویل ؛ نن په ډېره خواښينۍ سره دا خبر زه تاسو شريکوم، چې د نواب اکبرخان بګټي د وژنې په عدالتي اورېدنه کې موږ ته انصاف رانه کړل شو؛.

د پاکستان د پخواني امر پرويزمشرف وکیل اخترشاه ايډوکېټ بیا په دې اورېدنه د خوشالۍ څرګندونه وکړه او يواځې دومره يې رسنيو ته وویل، چې د پاکستان د ولس لپاره دا ډېره ښه فیصله وه؛.

نوموړي زیاته کړه، نه يواځې د پاکستان د ولس لپاره بلکې د بلوچستان د ولس لپاره هم دا ډېره فیصله وه.

د کوټې په یاد عدالت کې د بګټي د وژنې د کېس اورېدنه شاوخوا څلور کاله وچلېده، چې په همدې ټوله موده په دغه کيس کې تر ټولو اول تورن کس پرویزمشرف کله هم حاضر نه شو، او څلور کاله وروسته په شاوخوا پنځه اویا اورېدنو کې ددغه کېس فیصله د مشرف او د هغه د ملګرو په حق کې وشوه. په دغه کېس کې له پروېزمشرف سره د هغه د پاکستان لومړی وزیر شوکت عزیز، د پاکستان د هغه وخت د کورنيو چارو وزیر افتاب شېرپاو، د بلوچستان د هغه وخت ګورنر اویس احمد غني، د د همدې صوبې د هغه وخت اعلی وزیر جام یوسف، د دغې صوبې د هغه وخت د کورنيو چارو وزیر شعیب نوشېرواني او د ډېره بګټي د هغه وخت ډي سي او صمد لاسي تورن شوي وو، چې د جام يوسف تر مړينې وروسته يې د هغه نوم له دې کېسه لرې کړ او د پاتې هغو پر ضد دا کېس له همغه راهیسې روان وو. په دې کېس کې شوکت عزیز، اویس احمد غني او صمد لاسي کله هم حاضر نه شوو، چې ددوي پر ضد يې وار له مخه لا فیصله ورکړې.

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان پخوانی ګورنر، اعلی وزیر او د جمهوري وطن ګوند مشر سپين ږيری بلوڅ ملتپال په ۲۰۰۶ عیسوي کال کې د ډېره بګټي په غرونو کې د پاکستاني ځواکونو په عملياتو کې له شپږويشتو نورو ملګرو سره ګډ وژل شوی وو، چې د نوموړي تر مرګ وروسته د ده زوی جمیل اکبربګټي د پرویزمشرف او د هغه وخت د نورو لوړپوړو چارواکو پر ضد دا کېس درج کړی وو

XS
SM
MD
LG