د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعیت نطریاتي په جمعیت فضل الرحمان ډله ګډېږي


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

په کوټه کې د جمعیت علماء اسلام نظریاتي مشرانو پرېکړه کړې، چې خپل ګوند بېرته په جمعیت علما اسلام ف کې ضم کړي. خو د نظرياتي ډلې ځينو مشرانو د ګوند دا پرېکړه رد کړې او وايي چې جمعیت علماء اسلام نظریاتي به همداسې دوام ولري.

کوټه: په کوټه کې د جمعیت علماء اسلام نظریاتي مشرانو پرېکړه کړې، چې خپل ګوند بېرته په جمعیت علما اسلام ف کې ضم کړي. خو د نظرياتي ډلې ځينو مشرانو د ګوند دا پرېکړه رد کړې او وايي چې جمعیت علماء اسلام نظریاتي به همداسې دوام ولري.

دا له هغه وروسته ده چې د جمعیت علماء اسلام نظرياتي مرکزي شورا د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې نظرياتي ډله دې په جمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډله ورګډه شي.

جمعیت علماء اسلام نظرياتي ډلې د کال ۲۰۰۸ په ټول ټاکنو کې د جمعیت ف ډلې پر ضد ازاد کانديدان درولي وو او په ۲۰۰۹ کال کې يې سم له دې ډلې د بېلېدو اعلان کړی وو.

د جمعیت علماء اسلام نظریاتي ډلې مشر مولانا عصمت الله وايي، دوي د دې لپاره يوه کمېټۍ جوړه کړې وه چې تېره ورځ یې د هغې کمېټۍ فارموله د ګوند د مرکزي شورا په غونډه کې وړاندې کړه.

عصمت لله زیاتوي، د نظرياتي په ف کې ضم کېدو د فارمولې اکثره غړيو تاييد وکړ خو ځيني چې شمېر یې لږ وو، هغوي دا فارموله رد کړه او بغاوت يې وکړ.

عبدالستارچشتي چې يو وخت د يادې ډلې ویاند وو، وايي، د دوي اکثره ملګرو د دې کمېټۍ دا پرېکړه رد کړې او جمعیت علماء اسلام نظریاتي به همداسې قايم وي او په ف ډله کې به ګډ نشي.

جمعیت علماء اسلام نظرياتي ډله چې شاوخوا اوه کاله مخکې د فضل الرحمان ډلې څخه لارې بېل کړې، ددوي او د هغوي تر منځ په لویو اختلافونو کې يو هم د افغانستان د طالبانو ملاتړ وو چې نظریاتي ډلې يې ډېر په برملا ملاتړ کاووخو ف ډله بیا د دوي غوندې نه وه.

مولانا عصمت الله وايي ، موږ د افغانستان د طالبانو مخکې هم اخلاقي حمایت کاوو او اوس يې هم کوو او همداسې حمايت يې فضل الرحمان ډله هم کوي.

د جمعیت علماء اسلام ف ډلې پخوانی صوبايي امیر او مهم مخکښ ملانا محمدخان شېراني همدې جهاد ته فساد وايي.

مولوي عصمت الله په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، زموږ خبرې له محمدخان شېراني سره نه بلکې زموږ خبرې له فضل الرحمان ډلې سره دي.

جمعيت نظرياتي ډله چې اووه کاله وړاندې له ف ډلې بېل شوه، يوه وجه يې د هغه وخت له صوبايي امیر مولانا محمدخان شېراني سره خپل منځي اختلافات وو، چې اوس مولانا شېراني د هغه ګوند له صوبايي امامته ګوښه کړل شوی او پر ځای يې بله ډله راغلې ده.

ځيني سیاست پوهان وايي، د نظریاتي ډلې په فضل الرحمان کې ګډېدل يوه لویه وجه دا هم ده.

XS
SM
MD
LG