د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په جلال اباد کې ځانمرګي برید ۱۳ تنه وژلي دي


په جلال اباد کې د شوي ځانمرګي برید ځای
په جلال اباد کې د شوي ځانمرګي برید ځای

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د یکشنبې په ورځ یو ځانمرګي برید ۱۳ تنه وژلي او ۱۴ یې ټپي کړي دي.

جلال اباد: د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د یکشنبې په ورځ یو ځانمرګي برید ۱۳ تنه وژلي او ۱۴ یې ټپي کړي دي..

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼۍ وايي ، دا برید د یو ځايي قومي مشر ملک عثمان په هجره کې شوی دی.

د عطاءالله خوګیاڼي په وینا ، د ملک عثمان په هجره کې خلک د نوموړي د هغه زوی د ستړې مشې لپاره راغونډ شوي وو چې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له بنده خوشی شوی وو.

د ملک عثمان زوی د تحریک طالبانو سره اته میاشتې بندي و چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې راخلاص شو.

خوګیاڼي زیاته کړه چې په وژل شوو کې هغه ځوان هم شامل دی د چا لپاره چې مراسم جوړ شوي وو او په ټپیانو کې قومي مشر ملک عثمان شینواري هم شتون لري

ملک عثمان د نګرهار د ولایتي شورا د وکیل عبيد شینواري پلار او د ولسي جرګې د غړي عصمت شینواري تره دی.

د ځانمرګي برید ټپیان
د ځانمرګي برید ټپیان

​بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا ريسډاکتر نجیب کامه وال مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په تپيانو کې د دریو تنو حالت د انديښنې وړ دی.

ډاکتر نجیب کامه وال وویل ، له نننۍ حادثې نه چې د جلال اباد ښار په دريمه ناحیه کې واقع شوې وه، د ننګرهار حوزوي روغتون ته تر دې دمه ۱۴ تنه ټپیان راوړل شوي او ۱۳ تنه شهیدان دي. په ټپیانو کې د دریو تنو حالت وخيم دی او نورو حالت ښه دی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني دا برید په کلکه غندلی دی.

له ارګه خپره شوې خبرپانه لیکي چې ولسمشر غني وویل ، ترهګرو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی دی او اوس عام او بې ګناه وګړي وژني.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پيغام کې ویلي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

تر اوسه چا د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG