د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په پرمختللې طبي ټکنالوژۍ سمبال روغتون جوړ شو


په خوست کې په مډرنه او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال یو داسې خصوصي روغتون جوړ شو، چې د همدې نوې طبي ټکنالوژۍ پر مټ به، په کې ډېر پرمختللي معاینات ترسره کیږي.

په خوست کې په مډرنه او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال یو داسې خصوصي روغتون جوړ شو، چې د همدې نوې طبي ټکنالوژۍ پر مټ به، په کې ډېر پرمختللي معاینات ترسره کیږي.

د قادري معالجوي روغتون مسوولین وايي، تر دې مخکې ناروغ لرونکي اړ ول، چې د یو شمېر بیماریو د تشخیص او درملنې لپاره خپل ناروغان د پاکستان لویو ښارونو، هند او یا نورو ملکونو ته بوځي، خو د دې روغتون په جوړولو سره به دا ستونزه تر یوه بریده کمه شي.

د جمعې ورځې مازدیګر د یاد روغتون په پرانېستغونډه کې د خوست د عامې روغتیا ریاست سلاکار ډاکټر سخۍ سردار د روغتونو د اسانیتاوو په باب مشال راډیو ته وویل، چې قادري معالجوي روغتون د افغانستان په کچه د ټکنالوژي له نظره یو مهم او مجهز روغتیايي مرکز دی.

په دې روغتون کې به هغه طبي معاینات ترسره کیږي، کوم چې پخوا په پاکستان او هند کې ممکن وو.

قادري معالجوي روغتون د هند او پاکستان له ګڼو لویو روغتونو سره د همکارۍ تمامیت لري او دوی سره د انټرنیټ پر مټ انلاین پر لیکه وي، که چیرې اړتیا پېښيده نو نه دا چې د هغو هېوادونو د مجربو ډاکټرانو له سلا مشورو به ګټه پورته کوي، بلکې د اړتیا پر مهال به ناروغان هماغو روغتونونو ته لېږل کیږي.

بل لوري ته پوهنوال ډاکټر بادشاه عبدالي د روغتیا پر سکټور پانګونه ډاکټرانو او ناروغ لرونکو ته په ګټه بولي.

دی وايي، څومره چې په دې ځای کې د روغتیا په برخه کې سالمه پانګه اچونه کیږي، نو په هماغه اندازه سالم رقابت رامنځته کیږي، نوې طبي ټکنالوژي راځي، چې دا ټکنالوژي بیا په تشخیص او درملنه کې پوره رول لري:

کله چې سالم رقابت رامنځته شي، د تشخیص ښه او نوي وسایل اظافه کیږي، مدرنه ټکنالوژي رانقل کیږي او د هغې په بیز کې بیا د مرض تشخیص او تداوي صورت نیسي، نو دا طبعاً په نرخ هم تاثیر لري، هیله مې داده چې نور طبیبان هم په دې بخش کې مثبته سرمایه ګزاري وکړي.

دا چې د دې روغتون د جوړولو انګېزه څه ډول پیدا شوه، د دې روغتون بنسټګر ډاکټر عبدالله قادري وايي چې یو لامل يې د ده د والد د زړه ناروغي وه، چې د عمر د ډېروالي له کبله بل ځای ته د وړلو نه وو او په خوست کې يې تشخیص او درملنې امکانات نه وو.

ډاکټر عبدالله په خوست کې د طبابت یوې مهمې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ويې ویل، چې په دې ولایت کې یو ډاکټر د څو ناروغیو تداوي کوي او تر اوسه په دې ځای کې طبابت تخصصي نه دی.

دی زیاتوي خوست کې د طبي متخصصانو شمېر ډېر دی، خو ټول يې د روغتون او ټکنالوژۍ د برابرولو مالي امکانات نه لري او حکومت هم ټول نه شي جذبولای ، نو طبعاً دا روغتون به د دا ډول ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د کارکولو لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.

په خوست کې د ماشومانو د ناروغیو د روغتون نه شتون تراوسه په مهمو ستونزو کې وه، خو ډاکټر عبدالله قادري وايي، چې قادري معالجوي روغتون د ماشومانو، عمومي جراحۍ، عمومي داخله، عاجل واقعات، ولادي نسايي په ګډون اوو برخو کې ۲۴ ساعته خدمتونه لري:

یو خو د حکومتي سکټور سره یوه همکاري ده، کوم متخصصین چې موږ په خوست کې لرو، ډیری يې مصروفیت نه لري او دولتي وظیفې هم پوره نشته، هغوی ته مصروفیت پیدا کیږي، بل که په نیمه شپه وي هم په عاجلو واقعاتو کې هغه لږ تر لږه خدمات به نارغانو ته وړاندې کړو.

په خوست کې د ولایتي روغتون تر څنګ که څه هم یو شمېر شخصي او خصوصي روغتونونه فعالیت لري، خو ناروغ لرونکي يې له خدماتو ځکه پوره رضایت نه لري، دا ځکه چې له یوې خوا يې خدمتونه د عامې روغتیا ریاست له خوا په منظم ډول نه څارل کیږي او بل لوري ته د ناروغانو اقتصادي کمزوریو ته په کې نه کتل کیږي.

ناروغ لرونکي وايي که ناروغي اسانه وي، نو په ډېریو شخصي روغتونونو کې يې درملنه کیږي، خو که ناروغ وخیم او خطرناک حالت ته داخل شي، نو له شخصي ځایونو يې ولایتي روغتون ته رخصتوي، چې بیا داسې نازک وخت ناروغانو ته د رواني او جسماني ستونزو د ډېریدو لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG