د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا د مرکز او ولسوالیو لپاره تفصیلي پلانونه جوړیږي


د افغانستان د ډیری ښارونو د پراخیتا لپاره د منظمو پلانونو نه شتون د دې لامل شوی چې په دې هېواد کې ښارونه په منظم ډول انکشاف ونکړي او غیر معیاري پرمختیا بیا ښاریانو او د سوداګري د پرمختګ په مخکې ستونزې جوړې کړي.

د افغانستان د ډیری ښارونو د پراخیتا لپاره د منظمو پلانونو نه شتون د دې لامل شوی چې په دې هېواد کې ښارونه په منظم ډول انکشاف ونکړي او غیر معیاري پرمختیا بیا ښاریانو او د سوداګري د پرمختګ په مخکې ستونزې جوړې کړي.

د پکتیا مرکز ګردیز ښار هم تراوسه ماسټر پلان او د یاد ولایت ولسوالۍ تفصیلي پلانونه نلري، چې دې کار ښاریانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او د ښار د اساسي پرمخیتا مخه نیولې ده.

د پکتیا والي نصرت الله ارسلا په یاد ولایت کې همدا ستونزې داسې یادوي:

((د ګردېز ښار لپاره نوی ماسټر پلان او ولسوالیو ته تفصلي پلان نه لري ، د صنعتي پارک کارونه تر دې مهاله پای ته ندي رسېدلي، د ګردېز ښار لپاره د پاکو اوبو رسولو سيستم غیر منظم دي، د ښار جوړونې امريت لپاره ودانۍ نه لرو او ځنې نورې ستونزې په دې ولایت کې موجودې دي.))

ښاغلی ارسلا وايي د پکتیا پرمختګ ته په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې پوره پاملرنه نه ده شوې او نه هم داسې پروژې عملي شوې چې زیربناء يې وګڼو او په راتلونکې کې د خلکو لپاره اقتصادي او ټولنیز ارزښت ولري.

د ښار جوړونې وزير سيدسعادت منصور نادري چې تېره ورځ پکتیا ته د یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشری سفر کړی وو، د پکتیا د والي وړاندیزونه او ګیلې پر ځای وبللې او ډاډ يې ورکړ، چې ډېر ژر به د ګردیز د ماسټر پلان او د ولسوالیو د تفصیلي پلانونو د جوړولو لپاره مسلکي او فني ټیمونه موظف کړي:

((ډير خواشني يم، چې د ګردېز ښاریانو ته د پام وړ خدمات نه دي وړاندې شوي او دې ولایت ته د بیارغونې برخه کې پوره پاملرنه نه ده شوې، د ګردېزښار د ماسټر پلان او ولسواليو ته د تفصلي پلان د جوړېدو لپاره به ټيمونه را واستوم او د ښوونکو لپاره د ښارګوټي د ورکړې په برخه کې به جدي هڅې وکړم.))

د ښار جوړونې وزیر وايي د صنعتي پارک ستونزه به د پانګې اچونې په عالي شورا کې مطرح کړي، د ښارګوټو ستونزې به حل کړي او په لنډ وخت کې به په پکتیا کې د ښارجوړونې امریت په رياست بدل شي تر څو پکتيا والو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

د سيمه يیزو ارګانونو د ښاروالیو رئیس عبدالباقي پوپل وايي، چې د پکتیا د ولایت مقام په غوښتنه به په ټولو ولسوالیو کې ښاروالۍ فعاله کړي او د ګردېز ښاروالۍ سره به د شهر پروګرام له لارې د اوه لکو ډالرو مرسته وکړي، چې په دې سره به ښاريانو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه مونږ پلان کې لرو چې ښاري پیوستون په نوم پو پروګرام پیل کړو، چې هرې شورا ته به تر اویا زره پورې ډالر ورکول کېږي، ترڅو خپل خواو شا سیمې پرې جوړې کړي .

که څه هم د ښارونو د سټراتيژیکو او تفصیلي پلانونو نه شتون د ښار د اساسي پرمخیتا لپاره مهم شرط بلل کیږي، خو بیا بل لوري ته هغه ولایتونه چې دا ډول پلانونه ورته جوړ شوي، د هغو د عملي کیدو پر وړاندې هم ستونزې ډېرې دي.

د شخصي ګټو پالل، د ځمکو غصب، زورواکي، غیر معیاري ودانۍ او نور هغه لاملونه دي، چې د ښارونو د سټراټیژیکو او تفصیلي پلانونو د پلي کیدا مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG