د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له نرښځیانو سره هر ځای بد چلند کېږي”


د مخنثانو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایې چې د ټولنې لخوا منفي رویه او امتیاز دوي د ژوند په هر سطح متاثره کوي.

د دې ادارو په وینا چې د دې تکلیف هغه وخت نور هم سیوا شي چې کله دوي ته د تعلیم او د روغتیا غوندې بنیادي څانګو کې د مشکلاتو مخه وي او د دوي څوک په سمه کمک هم نه کوي.

دې لړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د مخنثانو د حقونې ادارې جینډر انټریکټو الاینس پاکستان مشرې بندیا رانا وویل چې مخنثانو ته وس هم دې دور کې د بنیادي سهولیاتو د مشکلاتو مخه ده.

د دې په وینا چې نه خو دوي خپلو کورونو کې او نه په ټولنه کې تسلیمول کیږي.

بندیا رانا خپلو خبرو کې زیاتوي چې د ټولو مشکله وخت هاغه وخت ورته مخې ته شي چې کله دوي خپل کار روزګار له وتې وي او په نښه شي.

،،که د نورو خلکو خپل خپلوانو سره زور زیاتې وشې نو هغې سړکونه بند کړې د مړو جسدونه بهر کیدې او احتجاجونه وکړې او که زموږ مخنثان ووژل شي یا وویشتل شي نو څوک افسوس څه چې بهر موږ سره راوتو لپاره هم تیار نه وي. که موږ سره زور زیاتې کیږي او که موږ خپلو حقونو له اواز پورته کوو نو سول سوسایټي هم موږ سره نه راوځي خو زموږ خپل جدوجهد به روان وي او دا به زموږ ترمرګ پورې جاري وي،،

د ذکر ده په دې ورستیو کې وخت په وخت په مخنثانو د واده ښادو پروګرامونو نه پس ډزې شوې چې پکې نه صرف دوي ژوبل شوې بلکه وژل شوې هم دي.

تیره اونې هم داسي یوه پیښه پیښور کې رامخې ته شوې وه چې عدنان نومې یو مخنث د ډزو له امله ژوبل شوې و او ورته په یو سرکاري هسپتال کې طبي امداد وروکولو کې د ځنډ نه کار اخیستې شوې وو.

عدنان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې څه وخت هغه ته د علاج ضرورت وو هغه وخت ده پورې خلکو خاندلې او پولیس ورنه په کاغذ ګوتې لګولې.

،، پنځه شپږ ډزې په ما وشوې او زه یې هسپتال ته بوتلم او ډاکټرانو هلته نه اخیتسلم او شور یې کولو نو بس بیا زموږ د مشرانو (ګورګانو) په راتګ یې ننه ویستم او اپریشن یې راله وکړو. زموږ لپاره پکار دې چې په هسپتال کې بیل وارډ وی. د دې نه علاوه لا زما اپریشن نه وو شوې چې پولیس رانه ګوتې لګولې او بل په زخمي حالت پروت وم او خلکو دا خبرې کولې چې ده ته ګوره او خنداګانې یې کولې ، زموږ په درد خو څوک هم نه خفه کیږي،،

پاکستان کې د مخنثانو په ژوند کتاب لیکونکې اختر بلوچ وایې چې مخنثانو سره د بدو رویو مسله هر ځایې کې ده او د دې مخنیوي لپاره پکار ده چې د ملک په نصابونو کې اګاهې لپاره د دې خلکو په اړه هم تعلیم ورکړې شي.

،، دا خو صرف د دې د علاج معامله ده ، لا خو د دې شناختي کارډونو معامله د ځنډ ښکار ده نو ترڅو چې یو تن سره شناختي کارډ نه وی نو هغه خپل موجودګي څنګه ثابتولې شي ؟ د دې مطلب خو دا شو چې نه هغه د پاکستان ولسي وګړې دې نه هغه انسان دې او نه هغه د دې نړې مخلوق دې. دا ټول د دوي مجموعي صورتحال دې ځکه چې ټولنیزې مسلې تر څو نه هواریږي نو دا به نه ښه کیږي د دې لپاره پکار ده چې موږ خپل د نصاب کتابونو کې داسي مواد شامل کړو چې داسي خلک چې هغه ستاسو د ټولنې نه لږ مختلف دي هغې هم انسانان دي او د هغې هم دومره حقونه دي چې څومره ستاسو یا د نورو دي،،

د مخنثانو د حقونو ادارې جینډر انټریکټو الاینس پاکستان په وینا چې پاکستان کې شاه خوا دوه لکهو پورې مخنثان ژوند کوي او په دې کې زیاتره کسان داسي دي چې هغې ته د معمول روزګار نه ورکړې کیږي او نتیجه یې دا وي چې د واده ښادو پروګرامونو د روزګار سره وتړل شي.

XS
SM
MD
LG