د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نري رنځ د کنټرول هڅې چټکې شوې دي


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو د راجلبولو له لارې توانیدلي چې روغو کسانو ته د دې ناروغۍ خپریدل او سرایت کنټرول کړي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو د راجلبولو له لارې توانیدلي چې روغو کسانو ته د دې ناروغۍ خپریدل او سرایت کنټرول کړي.

دوی وايي چې په دې برخه کې پراخ عامه پوهاوی، وړیا او اساسي درملنه او په روغتیايي خدمتونو د خلکو د باور ډېریدل د دې لامل شوي ، چې د دې ناروغی شکمن بیماران روغتیايي مرکزونو ته ورشي او په منظمه توګه معیانات او درملنه وکړي.

د سې شنبې پر ورځ په خوست کې د توبرکلوز د بخش د لابراتوارونو ولایتي مسوول ډاکټر زاهدالله هلال مشال راډیو ته وویل، کچیرې د نورو کلونو سره د تېر یو کال د نري رنځ د ناروغانو مراجعه پرتله کړو، وینو چې له یوې خوا ډېرو بیمارانو مراجعه کړې او بل لوري ته په کې مثبت واقعات ډېر تشخیص شوي دي چې دا په خپله روغو کسانو ته د دې ناروغی د سرایت د مخنیوي لپاره یو ښه ګام بلل کیږي:

((په ۲۰۱۵ کال کې موږ جمله ۱۴۱۵ د توبرکلوز پيښې لرلې، چې د هغې جملې څخه ۶۲۱ بلغم مثبت او سارې پيښې وې، همدرانګه په وړم کال ۲۰۱۴ کې ۹۶۸ د توبرکلوز پيښې لرلې چې د هغې جملې نه ۵۳۸بلغم مثبت ساري پيښې وې، نو په دې دوو کالونو کې بیخي زیات توپیر مینځته راغلی چې علت يې په دولتي تشخصیه مراکزو باندې د باور زیاتوالی دی.))

ډاکټر زاهدالله هلال وايي، د نري رنځ د مثبتو پېښو د شمېرې زياتېدل داښيي، چې د خوست ولایت په کچه د نري رنځ د ناروغانو په موندلو او د دې ناروغۍ په درملنه او مخنيوي کې پرمختګ راغلی دی.

نوموړي د نري رنځ پر ناروغۍ د اخته کسانو د راجلبولو په برخه کې د توبرکلوز په اړه خلکو ته پراخ عامه پوهاوی او پر حکومتي تشخصیه مرکزونو باندې د خلکو د باور ډېریدل یاد کړل.

د نري رنځ د ناروغی معالج ډاکټر شاه محمود وايي، توبرکلوز یوه ساري او مزمینه ناروغي ده، چې له يوه انسانه بل ته په اسانۍ سرايت کوي او هر انسان له ګڼو ستونزو سره مخامخوي.

نوموړي له خلکو وغوښتل کچیرې له دوه اونیو ډېر پرله پسې له ټوخي سره بلغم ولري، نو خپل نږدې روغتيايي مرکزونو ته دې، د معايناتو او درملنې لپاره ورشي.

هغه وويل، چې د خوست د مرکز په ګډون د یاد ولايت د ولسواليو اتلس روغتيايي مرکزونه د نري رنځ يا توبرکلوز د معاينې پر اړينو طبي وسايلو او درملو سمبال دي.

د خوست د توبرکلوز مرکز د لابراتوار برخې مسوول ډاکټرسيدمحمد کريم وايي، چې اوسمهال هره ورځ له ۲۰ تر ۲۸ پورې د نري رنځ شکمن روغان دوی ته د معايناتو د اجراء لپاره ورځي.

د ده په وینا که معاینات مثبت وختل، نو اساسي درملنه يې پیلیږي:

((موږ روزانه له شلو څخه تر ۲۸ پورې د ناروغانو بلغم معاینه کوو، موږ د هر نوي ناروغ څخه درې سېمپل اخلو، د معایناتو له اجراء وروسته که تشخیص يې مثبت وو، نو په منظم ډول يې درملنه ترسره کیږي.))

رحمن الله چې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د تیاکۍ کلي اوسیدونکی دی او یاد مرکز ته يې د درملنې لپاره خپله ښځینه ناروغه راوستې وايي، ناروغ يې پر له پسې ټوخی او بلغم لاره، کله چې تشخیص يې مثبت شو، نو له هغه وروسته يې بیماره په منظم ډول د توبرکلوز د کنټرول د مرکز له خوا معالجه او تداوي کیږي:

((زموږ یوه زنانه وه چې هر وخت به ټوخیدله، تبه به يې او خراشکی يې هم درلوده، نو کله چې کلینیک ته ورغلو او درې معاینې يې راڅخه وکړې ټي بي په کې ووته او دوا يې راته شروع کړه، اوس کلینیک ته میاشت په میاشت ورځو، دوايي راکوي او خورو يې، ټیسټونه او دوا دواړه يې وړیا دي.))

رحمن الله وايي که په دې نښو نښانو څوک په کور کې ناروغ ولري، نو کلینکونه ته دې ورشي، درملنه، تشخیص او دوا ټول يې وړیا دي، مریض به يې خدای جوړ کړي او دوی ته به هم تکلیف نه وي.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا د نري رنځ د ناروغی درملنه له ۶ تر ۸ میاشتو پورې موده نیسي او باید ناروغ پرته له وقفې په منظم ډول درمل وخوري، د دې ناروغی د درملنې په پیلولو سره د ناروغی د خپریدو کچه کمیږي او د درملنې په دوام سره د ناروغی د خپریدو مخنیوی کیږي، هغه ناروغان چې د سږي نری رنځ لري د ټوخي، پرنجي او د خبرو کولو په وخت کې باید خپله پزه او خوله د یو دستمال په واسطه وپوښي او بلغم هر ځای تو نکړي.

XS
SM
MD
LG