د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیارتوال: د بلوچستان حکومتي کابینه به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي


رحیم زیارتوال
رحیم زیارتوال

د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د وزیراعلی توب تر ختمېدو وروسته د هغه حکومت په کابینه کې هم بدلون کېږي.

کوټه: د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د وزیراعلی توب تر ختمېدو وروسته د هغه حکومت په کابینه کې هم بدلون کېږي.

حکومتي سرچينې وايي، کېدای شي چې پاکستان مسلم لیګ ن او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خپلو وزیرانو کې بدلون وکړي.

په بلوچستان کې د نوي اعلی وزیر نواب نثاءالله زهري د سوګند پورته کولو دوې اونۍ پوره کېږي خو نوموړي خپله کابینه لا هم نه ده اعلان کړې.

د زهري په حکومت کې د ګډو ګوندونو ځينې سرچينې چې نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي مشال راډيو ته ویلي چې په نوې کابینه کې به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او مسلم لیګ ن ځيني پخواني غړي له کابينې لرې کړل شي او پر ځای به يې نوې څېرې په کابینه کې شاملې کړل شي.

دا سرچينې زیاتوي، په يادو دوو ګوندونو کې په عمومي توګه او په مسلم لیګ ن کې په خصوصي توګه د نويو کسانو پر اخیستلو صلاح مشورې روانې دي او ځکه د نوې کابینې اعلان وځنډېد.

خو د صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزیر عبدالرحیم زیارتوال بیا وايي، په راتلونکې اونۍ کې به د نوې کابینې اعلان وشي.

زیارتوال له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، د کابینې په جوړولو کې کومه ستونزه نشته، البته ګوندونه په خپله د خپلو غړيو جاج اخلي او بیا به يې نومونه ورکوي.

عبدالرحیم زیارتوال که څه هم دا نه مني چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په وزیرانو کې بدلون کېږي خو وايي چې داسې ويل کېږي، چې مسلم لیګ ن په خپلو وزیرانو کې بدلون کوي.

عبدالرحیم زیارتوال وویل ،يواځې د مسلم لیګ ن په وزیرانو کې بدلون کېږي او په راتلونکې اونۍ کې به د نوې کابینې اعلان وشي،

نوموړي زیاتوي چې يوازې څو غړي به سوګند پورته کړي او د پاتې نورو غړيو په سوګند اخیستلو کې به نور وخت هم ولګېږي.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د تړون له مخې شاوخوا دوه نیم کاله د نشنل ګوند ډاکټر مالک بلوڅ وزیراعلی وو او پاتې موده یې د مسلم لیګ نون ډلې نواب ثناء الله زهری وزیراعلی دی.

چې کله په ۲۰۱۳م کال کې ټول ټاکنې وشوې نو د ایتلافي ګوندونو ، پاکستان مسلم لیګ ن ، نشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د کابینې جوړولو څو میاشتې وخت نیولی وو.

که څه هم د اپوزېشن ګوندونو د ډاکټر مالک بلوڅ پر حکومت نیوکې کولې خو د سیاسي چارو کارپوهان د هغه له حکومتي دورې خوښ وو.

XS
SM
MD
LG