د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د هوايي ډګر پروژه څنګه شوه؟


د خوست د هوايي ډګر د پروژې د کار له دریدو خواوشا څلور کاله تیریږي، خو تر اوسه يې دوباره کارونه نه دي پیل شوي.

د خوست د هوايي ډګر د پروژې د کار له دریدو خواوشا څلور کاله تیریږي، خو تر اوسه يې دوباره کارونه نه دي پیل شوي.

د خوست هوايي ډګر پروژه پخوا په خواوشا پنځلس میلیونه ډالرو په قرارداد ورکړل شوې وه، چې وروسته د ټیټ کیفیت په ګډون د یو شمېر نورو ستونزو له کبله بنده شوه.

سره له دې چې د جولای په پنځلسمه ولسمشر اشرف غني خوست ته په خپل سفر کې ځايي چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د هوايي ډګر د پروژې ستونزې وڅیړي، رپوټ يې ورکړي تر څو د کار د بیا پیلیدو په باب ولسمشر اړوندو ادارو ته هدایت ورکړي، خو له دې خبرې هم نږدې شپږ میاشتې تیریږي مګر بیا هم د کار د پیل څرک نه ترسترګو کیږي.

د خوست هوايي ډګر جوړیدول په دې مهم دي، چې د ځايي چارواکو په وینا یوازې عربي هېوادونو کې ۱۱۸ زره خوستي مسافر میشت دي، چې حکومت د دې هوايي ډګر له لارې د پام وړ عواید ترلاسه کولای شي.

د یاد هوايي ډګر د پروژې مقدماتي کارونه پخوا ترسره شوي، چاردیوالي ورڅخه راتاو شوې، خو اوس ځايي خلک په کې رمې پنډوي، ماشومان په کې لوبې کوي، خال خال د اوسپنې کټارې يې ماتې شوي او د ښې ساتنې بندوبست يې نشته.

د خوست دوه تنه اوسیدونکي مشال راډیو سره په خبرو کې د هوايي ډګر د پروژې د کار د پیل غوښتنه کوي، همدارنګه د هغو کسانو محاکمه غواړي چې د دې پروژې د کار پر وړانديې يې مزاحمت ایجاد کړی، دوی د هوايي ډګر د جوړیدو اړتیا داسې په ګوته کوي:

"سید امین خان د خوست ولایت اوسیدونکی یم، دا ایرپوټ دوی وايي چې جوړوو يې، خو جوړیږي نه، دا دوه درې کاله وخت دی چې تیریږي، دوبۍ، سعودیه، کویټ او نورو ځایونو کې زموږ مسافر چې دي، ښه به داوي چې له خوست ولاړ شي او خوست ته راشي.

زه نوررحمن خبرې کوم د نادرشاه کوټ اوسیدونکی یم، زموږ په بهر کې په زرګونو مسافر دي، لارې خرابې دي، تهدیدونه هم شته موږ غواړو، چې دا میدان ژر جوړ شي او هغه څوک چې دا کار يې ځنډولی هغه باید محاکمه شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزی هم وايي، چې د هوايي ډګر پروژه یوې معما ته ورته ده، ملامت او سلامت په کې مالوم نه دی، که چیرې فساد په کې شوی وي، یا چا په کې باج غوښتې وي په دې موده کې يې محاکمه څه شوه او که نه وي، نو دا څلور کې يې ولې کارونه په ټپه دریدلي دي.

دی د حکومت له چارواکو د پروژې د پیل او د فساد کوونکو په محاکمه کې د جدیت غوښتنه کوي:

"د خوست د هوايي ډګر پروژه له تېرو څلورو کالونو راهیسې له ځنډ او خنډ سره مخامخ ده، او په مختلفو بهانو دا پروژه ځنډول شوې ده، په دې کې هم شک نشته چې په دې پروژه کې د ځنو خلکو له خوا باج اخیستنه، جزیه او فساد کې ښکیلتیا هم موجوده ده، هر هغه چا چې دا پروژه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړې ده هغوی ته باید جزاء ورکړل شي، د ولسونو غوښتنه داده چې په دې اړه باید ولسمشری ماڼی له جدیت څخه کار واخلي او د دغه پروژې ملامت او سلامت مالوم کړي او د دغه پروژې کار عملاً پیل شي."

نږدې شپږ میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ځايي چارواکو ته د هوايي ډګر د قضیې د څیړنې لارښوونه کړې وه، خو تر اوسه د دې څیړنې پایلې رسنیو سره نه دي شریکې شوې.

هغه مهال ولسمشر د خوست ځايي چارواکو ته د هوايي ډګر په اړه داسې ویلي ول:

"د هوايي ډګر په پروژه زه تصمیم نیسم خو والي صیب که ته راته ګرنټي راکوې چې په منځ کې به يې چټلي نه وي، قراردادي راغی او راته يې وویل، چې رانه جزیه اخلي، ترتیب ونیسئ ما ته اطمینان راکړئ د مشرانو له خوا سمه ده چې زه هدایت ورکړم چې کار شروع کړي."

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان هم وايي چې د ځايي ادارې د ارقامو او مالوماتو تر مخې په عربي هېوادونو کې ۱۱۸زره خوستي مسافر اوسیږي او د هوايي ډګر د پروژې تطبیق ته اړتیا موجوده ده، نو باید کار ژر پیل شي.

ده هیله وکړه چې دا ځل باید قرارداد کوونکی شرکت د کار کیفیت په نظر کې ونیسي او د قرارداد پر اساس په ټاکلي وخت کې د هوايي ډګر کارونه بشپړ کړي.

یاده دې وي چې د خوست د هوايي ډګر پروژې کارونه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل شول، مقدماتي کارونه يې په یو کال کې ترسره شول، خو وروسته يې کارونه د نامالومو علتونو تر مخې ودریدل، یاد هوايي ډګر د خوست په سویل کې په څلور سوه جریبه ځمکه کې چې د تڼیو او اسماعیل خېلو او مندوزیو په دوو ولسوالیو کې موقعیت لري جوړیږي، ځايي چارواکي په اول ګام کې د دې هوايي ډګر د رنوي یا ځغاست لیکې د جوړولو غوښتنه کوي تر څو په خوست کې جوړیدونکی هوايي ډګر پروازونو ته چمتو شي.

XS
SM
MD
LG