د لاسرسي ځای

تازه خبر

که ریاض ته ګواښ پښېږي اسلام اباد به یې تر څنګ ولاړ وي


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د سعودي عرب ځایناستي شهزاد سلمان بن عبدالعزیز سره د ناستې مهال. ۱۷م فبرروي ۲۰۱۴م کال
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د سعودي عرب ځایناستي شهزاد سلمان بن عبدالعزیز سره د ناستې مهال. ۱۷م فبرروي ۲۰۱۴م کال

پاکستان ویلي، د سعودي عرب ځمکنۍ بشپړتیا ته د هر ګواښ په صورت کې به له ریاض سره ولاړ وي.

د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یوه بیان کې ویلي، د پاکستان وزیراعظم نواز شریف تېر ماښام په اسلام اباد کې د سعودي عرب له بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره د لیدو پر مهال وویل، هېواد یې د سعودي عرب او ((د حرمین شریفین د خادم ډېر درناوی)) کوي.

بیان وايي، د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وزیراعظم ته له ایران سره د هغه هېواد وروستي کړکېچ په اړه مالومات ورکړل. بیان وايي، نواز شریف په تهران کې د مظاهرې پر وخت ((د سعودي عرب سفارت ته د اور ورته کولو غندنه وکړه)) او د ریاض او تهران پر کړکېچ یې ((ژوره اندېښنه څرګنده کړه.))

بیان زیاتوي، شریف د خبرو له لارې د مسلو د هواري ټینګار وکړ. عادل الجبیر تېر مازیګر پاکستان ته له رسېدو سره سم لومړی له پوځ مشر جنرال راحیل شریف سره ولیدل او بیا یې له وزیراعظم او د هغه د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG