د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دفاع وزارت: "خوست کې د ټولګټو پروژو مخه نه نیسو"


د چارشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا غړو په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په خوست ښار کې د ملي دفاع وزارت ملکیتونو د ډېریو پرمختیايي پروژو مخه نیولې او حتی د دوی مزاحمت د میلیونونو ډالرو په ارزښت د ځنو منظور شویو پروژو د ختمیدو سبب شوي دي.

د چارشنبې پر ورځ د خوست د ولایتي شورا غړو په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په خوست ښار کې د ملي دفاع وزارت ملکیتونو د ډېریو پرمختیايي پروژو مخه نیولې او حتی د دوی مزاحمت د میلیونونو ډالرو په ارزښت د ځنو منظور شویو پروژو د ختمیدو سبب شوي دي.

بلخوا د یاد ولایت چارواکي هم د ملي دفاع وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د هغو پروژو د کار شروع ته دې اجازه ورکړي، چې د خلکو اړیتا ورته ډېره ده او یا يې د دوی د مزاحت له کبله پیسې بېرته واپسیږي.

د خوست ولایتي شورا غړو د رسنیو سره په دې خبري ناسته کې وویل، چې په وروستیو کالونو کې د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت یو شمېر مهمې پروژې د افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له خوا منظورې شوي، خو دا چې د خوست ښار ډیری ملکیتونه دفاع وزارت پورې اړه لري، نو د یاد وزارت د مزاحمت او مخالفت له کبله منحلې شوي دي.

د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي د ملي دفاع وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه، چې په یاد ولایت کې دې، د ټولګټو پروژو مخه نه نیسي:

"په خوست کې اکثریت ځمکې د ملي دفاع وزارت اړوند دي، په څو کلونوکې يې د لګسونو عامه المنفعه پروژو د تطبیق مخه يې نیولې ده، د ملي دفاع وزارت پر چاروکو غږ کوو، چې هغه ټولګټې پروژې چې د خوست د ولسونو په ګټه دي، د هغې په تطبیق کې دې نه یوازې مزاحمت نه کوي، بلکې په تطبیق کې دې موږه سره کمک وکړي."

د خوست د ولایتي شورا رئیس رسنیو ته د بیلګې په توګه د ښار د تخته بیکې د وو غونډیو تر منځ د غلام خان بندر ته د غځیدلي سړک، د سړو خونو د جوړولو د پروژې، د نادرشاه کوټ د روغتون د چاردیوالۍ او د میلمه کوټ سره جوخت د سړک د پروژو د کار دریدل یاد کړل، چې دې کار نه یوازې د خوست د پرمخیتا مخه نیولې، بلکې ځايي ادارې او خلکو ته يې هم سختې ستونزې جوړې کړې دي.

بلخوا د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان هم مشال راډيو سره په خبرو کې د ښار په محدوده کې د ملي دفاع وزارت د ځمکو نه استملاک او د ټولګټو پروژو د تطبیق پر وړاندې د یاد وزارت د تاسیساتو د ریاست مزاحمت ځايي ادارې او خلکو ته ستونزه وبلله.

ده وویل که څه هم د ټولګټو پروژو د تطبیق پر وړاندې د ملکیت لرونکو ادارو د نه مزاحمت په اړه ولسمشر حکم لري او قانوناً هم هېڅوک حق نه لري، چې د ښار د تفصیلي او سټراتيژیک پلان د پلي کیدنې مخه ونیسي، خو په دې اړه خوست کې جدي ستونزه موجوده ده:

"د ملي دفاع وزارت له محترم مقام نه زموږ غوښتنه داده، چې زموږ د خلکو مشکل دې په نظر کې ونیسي، میلمه کوټ تر څنګ سړک د جوړولو اجازه دې ورکړي، په نادرشاه کوټ کې د معتادینو د روغتون شته پیسې بېرته دوران ته ځي دا دې غریبو خلکو ته منظورې شوې دي او بېرته باید واپسې نه شي."

که څه هم د سویل ختیز زون په ولایتونو په ځانګړي ډول خوست کې ملي دفاع وزارت د ښار په محدوده کې پریمان ملکیتونه لري چې له استملاک او ملکي ادارې ته له سپارلو پرته دلته پرمختیا ناشونې ده، خو بل لوري ته بیا عام خلک ټېنګار کوي چې دا ملکیتونه باید له ټولګټو پروژو پرته بلندمنزلونو، مارکیټونو او نورو داسو کارونو ته چې فساد ته په کې زمینه برابریږي ورنکړل شي.

خوست ښار چې وړه محدوده لري، د مارکیټونو او تجارتي ساحو ځمکې په کې یو متر مربع له ۲۵ زره افغانیو نیولې بیا تر یولک افغانیو پورې بیه لري.

XS
SM
MD
LG