د هند وزيراعظم نريندرا مودي ويلي، د پاکستان پر وزيراعظم نواز شريف يې ټينګار کړی چې د هند په پټانکوټ کې پر هوايي پوځي اډې په بريد کې د ککړو کسانو او تنظيم پر ضد سمدستي او پرېکنده اقدام وکړي.
مودي زياتوي، په دې لړ کې پاکستان ته ځانګړې او د اقدام وړ مالومات سپارل شوي دي.
دا بيان د هندي وزيراعظم له دفتره تر هغه وروسته خپور شوی کله چې د سېشنبې پر ورځ د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نوموړي ته ټليفون وکړی او د هندي پوځيانو پر وژلو يې غمرازي ورسره څرګنده کړه.
بلخوا د پاکستان د وزيراعظم لخوا خپور شوی بيان وايي چې ترهګرو ته به د دې اجازه ورنکړل شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې پروسه خرابه کړي.
نوموړي زياته کړې چې پاکستان به د هند لخوا د ورکړل شوو معلوماتو پر اساس بشپړ پلټنې وکړي.
د هند له لوري پاکستان ته ورکړل شوې مالوماتو په اړه د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې بریګېډیېر کرنل خالد منیر وایي: "دا یو ښه طریقه ده چې نه موږ د دې خبرې تردید وکړو او نه هغوی پر موږ تور ولګولو. هغوی موږ ته چې کوم مالومات راکړي دي، پاکستان پرې کار کوي نو پر ځای د دې چې دواړه ملکونه په یو بل تور ولګوي او جګړه کوي باید چې په په دې کار وکړي او که له دې ځایه وسله وال تللي دې او د پاکستان وګړي نو موږ هسې هم د وسله والو خلاف کاروایانې کوو نو دا زموږ فایده ده"
د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر اعجاز خټک وایي: "اوس هغه دا ګڼي چې دواړو ملکونه مخ په وړاندې روان دي، دا سمه ده چې هند پر پاکستان د شک نظر وساتلو او پاکستان ته یې مالومات ورکړل او د پاکستان دا ویل چې موږ یې تحقیقات کوو که پاکستان په صحیح معنو کې د دې تحقیقات وکړي نو دا به د دواړو ملکونو تعلقات یو قدم نه بلکې دوه درې ګامه مخکې بوځي او په رویو کې بدلون هم راتلای شي که پاکستان په خپل بیان عمل وکړې"
تېره شنبه سهار وختي له پاکستان سره پر پوله د هند په پټانکوټ سيمه کې د دې هېواد پر هوايي پوځي اډې وسله وال بريد وشو چې په پايله کې يې پر شپږو بريدګرو سربېره اووه هندي سرتيري ووژل شول.
هند شک لري چې بريد د پاکستان مېشتې جېش محمد ډلې وسله والو تر سره کړی دی. بلخوا د راپورونو تر مخه د دې بريد ذمه واري کشمير جهاد کونسل نومې وسله والې ډلې منلې وه.