د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر فاټا اصلاحاتو کمېټۍ نيوکې شوي دي

د پاکستان د وزیر اعظم لخوا د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د ځانګړي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز ويلي دي چې د قبایلی سیمو اصلاحاتو کې به د ولس د دود او دستور خیال ساتل کیږي.

د پاکستان د وزیر اعظم لخوا د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د ځانګړي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز ويلي دي چې د قبایلی سیمو اصلاحاتو کې به د ولس د دود او دستور خیال ساتل کیږي.

پرون (جمعه) د کمېټۍ د نورو غړیو سره د مومند اېجنسۍ د دورې پر مهال یوې قبايلي جرګې ته د وینا پر وخت نوموړي زیاته کړه چې له ډیرې مودې راهیسې قبایلي ولس ته زیانونه اوښتي او باید د اصلاحاتو سره سره دغه تاوانونه پوره کړل شي.

بلخوا سیاسي او ټولنيزو ډلو پر يادې کمېټۍ نيوکې کړي او ويلي يې دي چې دا کمېټۍ ازاده نه ده او غونډې ته د قبایلي سیمو هغه خلق وربلل شوي ول چی ملکانان دي او يا د اېف سي آر قانون خوښوونکي دي.

بلخوا د فاټا سياسي ګوندونو اتحاد نن په پېښور کې د يادي کمېټۍ خلاف يوه قبايلي جرګه هم وربللې ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG