د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: ټرافيکي پېښې ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اړولي


چارواکي وايي، له کندهار څخه را روان د احمد شاه ابدالي کمپنۍ له مسافرو ډک څلور سوه څلور ډوله موټر تر غزني ښار راتېر شوی وو چې د روضې په سيمه کې له يو ټېلر سره جنګېدلی او درې تنه مسافر يې وژلي دي.

نن(چارشنبه) تر غرمې مخکې د کابل کندهار پر لويه لاره يو مسافرو وړونکی موټر له بل ټېلر سره ټکر شوی دی چې پکې درې تنه مسافر مړه شوي او ۲۳ نور زخميان دي.

چارواکي وايي، له کندهار څخه را روان د احمد شاه ابدالي کمپنۍ له مسافرو ډک څلور سوه څلور ډوله موټر تر غزني ښار راتېر شوی وو چې د روضې په سيمه کې له يو ټېلر سره جنګېدلی او درې تنه مسافر يې وژلي دي.

په دغه ټکر کې له کندهاره کابل ته روان درويشت تنه نور مسافر زخمي شوي هم دي.

د غزني د ټرافيکو مدير محمد الله احمدي وايي، ټکر د موټر چلوونکيو د بې‌غورۍ له امله شوی دی.

دی وايي، د پېښې په زخميانو کې يوه ښځه هم شامله ده او د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د کابل کندهار پر لويه لاره وخت ناوخته دې ته ورته پېښې کېږي چې زيات وخت پکې ګڼ شمېر مسافر مړه يا زخميان شوي وي.

پر دغه لويه لاره تر ټولو زيات ټکرونه د احمد شاه ابدالي په نامه د ټرانسپورټي شرکت مسافر وړونکي موټر کوي.

XS
SM
MD
LG