د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې خلکو څنګه د کرکټ بريا ولمانځله؟


په ننګرهار کې د کرکټ مينه والو بيګا د زمبابوی پر وړاندې ميچ کې د افغان لوبغاړو بريالۍ هڅې د ښار په منځ کې پر لوی سکرين وکتلې. تر نيمې شپې په سلګونو ځوانان په جلال اباد ښار کې پښتونستان واټ کې د دغې لوبې کتلو لپاره ناست وو چې افغانستان وګټله. دوی په آخره کې اتڼنونه هم وکړل.

پرون شارجه کې شوې دې ميچ کې زمبابوی ټاس يا پچه وګټله او لومړی يې بيټينګ پيل کړ. دوی په ټولو پنځوس اورونو کې ۲۵۳ سکور وکړ او اوه لوبغاړي یې اوټ شول.

د زمبابوی کريګ ايروين تر ټولو ډېرې ۷۳ او پيټر مور پنځوس منډې وکړي. د افغانستان دولت ځدراڼ د زمبابوی دري او محمد نبي او روښان بارکزي دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان په اوه څلويښتم اوور کې د شپږو لوبغاړو په زيان د محمد شهزاد د ۱۳۱ منډو په مټ د ۲۵۳ منډو هدف پوره کړ. په دې توګه افغان ملي ټېم د پنځو لوبو په دې سياليوو کې دواړه شوې لوبې ګټلې دي.

محمد نبي په ۳۶ بالونو ۳۳ منډې جوړې کړي
محمد نبي په ۳۶ بالونو ۳۳ منډې جوړې کړي

شهزاد له لوبې وروسته وويل:"ټولو افغانانو لپاره د ویاړ شیبه ده چې دوه لوبې مو پرله پسې وګټلې."

د افغانستان او زمبابوې بله لوبه د 2016 کال د جنوري د میاشتې په دویمې نیټې کیږي.

د ننګرهار ولايت د جلال اباد سلګونو ښاريانو د شپې تر ناوخته پورې دا لوبه په پښتونستان واټ کې د پروجيکټر په مرسته په لوی سکرين وکتله. دغلته د ننګرهار والي يا ګورنر هم د نندارچيانو په منځ کې وو.

هغه وويل: ((په نيمه شپه دلته راټولېدل او د دې لوبې کتل د خپلې ملي لوبډلې سره د ځوانانو مينه ښئ. دا جذبه واضحه کوي چې افغانان له چا نه ويريږي.))

د هدايت الله ظهير په نامه يو مدني فعال خلکو ته په لوی سکرين د دې لوبې کتل برابر کړي وو. هغه مشال ريډيو ته وويل: ((په دې وروستيوو کې ننګرهار کې د بدامنيو اوازو خلک وارخطا کړي وو. ما کوشش وکړ چې د خلکو پام بدل شي او نړيوالو ته وښيوو چې موږ امن خوښوو او له جګړو نفرت لرو.))

XS
SM
MD
LG