د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ښاري نظم


Afghanistan --inauguration of Fiber internet network in Khost,24 dec 2015
Afghanistan --inauguration of Fiber internet network in Khost,24 dec 2015

خوست ښار چې د پنځوس کاله پخوا نقشې له مخې اباد شوی او د هرې ورځې په تيریدو سره پراخیږي، تنګه او محدوده ساحه

د خوست ولایت چارواکي وايي چې د ښاري نظم د تنظیم او ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کنټرول لپاره د یو هراړخیز پلان په پلي کولو بوخت دي.

د سې شنبې پر ورځ خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، د ښار په عبوري دروازو کې د ګاډو بیروبار، د ښار په داخلي سړکونو او کوڅو کې د ګاډو بې ځایه درونه، د دوکاندارانو له خوا په پیاده رونو کې د خرڅلاو د توکو کېښودل او نورو بې نظیمو ښاریان له ستونزو سره مخامخ کړي او دوی ددې بې نظمیو د کنټرول لپاره یوه باصلاحیته کمیسیون ګمارلی دی.

ده چې د خوست ښار د ازادي مینې په پروژه کې د یو سړک او دریو پلونو د جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې ګډون کړی وو، له ښاریانو په کلکه غوښتنه وکړه، چې د ښار د نظم لپاره له ځايي ادارې سره مرسته وکړي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"یوه هم د ښار نه د باراني اوبو د وتلو او کانالیزاسیون ستونزه وه، چې د روانې پروژې په تکمیل سره به دا ستونزه حل شي، دویم په ښار کې د بې پلیټه موټرو موجودیت او ګڼه ګوڼه او یا د دوکاندارانو له خوا په پیاده رونو کې د توکو د خرڅولو خبره ده، بې له جوازسیر موټر او بې لیسنسه ډریور ته اجازه نه ورکوو، چې هغوی دې په ښار کې ګشت ګذار وکوي."

د ازادۍ مینې د استوګنې په پروژه کې نوي جوړیدوکي یو سړک او دوه پلونه چې ښار له اداري کمپلیکس، ولایتي روغتون او شیخ زاید پوهنتون سره نښلوي پرې ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ودانیزې چارې به يې د شپږو میاشتو په اوږدو کې د ښاروالۍ له عوایدو بشپړې شي.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر د نوي جوړیدونکي سړک او پلونو د ارزښت په تړاو داسې وویل:

"چون دا پروژه دوې برخې لري یوه يې د پلونو او پلچکونو برخه ده او دویمه برخه یې د سړک ګلدان او قریزي ده، چې جمعاً تقریباً ۳۳ میلیونه افغانۍ پرې لګښت کیږي، کله چې دا سړک او پلونه جوړ شي خوست ښار به د اداري کمپلیکس او ولایتي روغتون سره وصل کړي، ښاروالۍ اداره ژمنه ده چې د دې ودانیزو چارو نه په منظم ډول نظارت او څارنه کوي."

خوست ښار چې د پنځوس کاله پخوا نقشې له مخې اباد شوی او د هرې ورځې په تيریدو سره پراخیږي، تنګه او محدوده ساحه لري، چې له همدې کبله په کې د ښاریانو ستونزې ډېریږي.

د خوست د اقتصاد رئیس انجینر حمیدشاه وايي، چې د راتلونکې لپاره په ښار کې د خلکو د ګڼه ګوڼې تنظیمولو او ټرافیکي ازدهام د کنټرول لپاره ځنې جادې او د ښار عبوري سړکونه داسې پلان شوي، چې شته ګڼه ګوڼه به راکمه کړي.

که څه هم په افغانستان کې خوست د مهمو سوداګریزو ښارونو څخه دی، خو بیا هم د ښار د تنګوالي او د سوداګری د چارو د نورو اسانتیاوو د نشتون له کبله د دې ولایت مالداره خلک په خپل ښار کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

همدا اوس د خوست زرګونه پانګوال د پاکستان په سترو سوداګریزو ښارونو او حتی عربي هېوادونو کې د میلیونو ډالرو په پانګه کارخانې او نور کاروبارونه لري.

د خوست سوداګر او پانګوال وايي که چیرې دوی ته په خوست کې د برښنا، صنعتي پارکونو او تجارتي ساحو په ګډون د کار وبار نور وړ شرایط برابر شي، نو هغوی حاضر دي چې په دې ځای کې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG