د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر د افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره وکتل


افغان چارواکي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني پوځ د مشر جنرل راحېل شريف سره نن په کابل کې ولیدل او د طالبانو د سولې د مذاکراتو د پيلولو تر څنګ د سيمې پر امنيت خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې لا هم طالبانو خپلې حملې نه دي ودورلي.

افغان چارواکي وايي د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف د افغان ولسمشر محد اشرف غني، اجرايه رييس عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو سره نن په کابل کې ملاقاتونه وکړل.

د افغانستان د اجرايه رييس عبدالله عبدالله يو وياند، جاويد فیصل نن مشال ريډيو ته وويل چې راحېل شريف سره پر امنيتي مسايلو خبرې وشوي. نوموړي زياته کړه چې تمه لري د دې سفر وروسته د طالبانو سره به د سولې مذاکرات بيا پېل شي خو د دغو خبرو د کره نېټې په اړه يې څه ونه ويل.

کابل ته د جنرال راحیل شریف تر سفر څو ورځې وړاندې د پاکستاني وزيراعظم نوازشريف د بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز خبريالانو ته ويلي وو چې راحېل شریف به له افغان چارواکو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د بیا پیلولو په ګډون پر یو شمیر مهمو امنیتي مسايلوخبرې وکړي.

جاويد فیصل وايي د سولې خبرو ته ليواله دي خو له خپل دريځه نه نيريږي
جاويد فیصل وايي د سولې خبرو ته ليواله دي خو له خپل دريځه نه نيريږي

هغه زياته کړې چې د جنورۍ په پيل کې به د پاکستان ، افغانستان ، چین او امریکا استازي له طالبانو سره د سولې د بهیر پر څرنګوالي خبرو لپاره ځانګړې غونډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستيوو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم اسلام اباد ته د یشيا زړه کانفرنس ته ورغلی وو او هلته يې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د سولې په بهیر کې دې ورسره صادقانه همکاري وکړي.

افغان چارواکي د طالبانو سره د خبرو د پېل هيله لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د کابل پوهنتون د سياسي علومو استاد، نصرالله ستانکزی وايي د دغه کنفرانس وروسته بايد کابل ته د پاکستاني پوځ د مشر جنرال راحیل سفر ته په احتیاط وکتل شي.

((پاکستان تل تر نړیوالو کنفرانسونو او فشارونو وروسته داسې سفرونه پلانوي چې هم غواړي د افغانستان حکومت ته دوکه کړي او هم نړیواله ټولنې ته. نو زه فکر کوم چې څو د افغانستان خلک د داسې سفرونو عملي نتیجه ونه ګوري، پر دې ملاقاتونو باور نه شي کيدلی.))

په افغانستان کې د جهاد له وخته د [پاکستان] پاليسۍ سمې نه دي. دوی فکر کوي چې د جګړو او وسله والو په کارولو سره به خپل مقصد ته ورسيږي. اصلي خبره د خلکو د زړونو ګټل ده او هغه په جنګونو نه کيږي.

سره له دې چې په اسلام اباد کې د ايشيا زړه کنفرنس وروسته د پاکستان په منځګړتوب د وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو د شروع کېدو هيله پيدا شوې خو جګړې لا هم نه دي ودريدلې. په هلمند کې دا مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام لري.

د سياسي چارو څيړونکی، افراسياب خټک وايي د طالبانو سره خبرې به هله پيل او کاميابې شي چې مخکې له مخکې نتيجه لرونکو مذاکراتو ته چاپېريال برابر شي. نوموړي مشال ريډيو ته وويل چې خبرې بايد د ډز بندۍ لپاره وشي. نوموړی وايي د پاکستان چلوونکو پاليسۍ ناکامې دي نو بايد بدلې شي.

((په افغانستان کې د جهاد له وخته د [پاکستان] پاليسۍ سمې نه دي. دوی فکر کوي چې د جګړو او وسله والو په کارولو سره به خپل مقصد ته ورسيږي. اصلي خبره د خلکو د زړونو ګټل ده او هغه په جنګونو نه کيږي.))

افغان حکومت په بيا بيا ويلي چې افغانستان کې بريدونه په قبايلي سيمو کې مېشته حقاني نيټ ورک او په کويټه کې د طالبانو کويټې شورا پلان او اداره کوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG