د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانانو غږ: تعلیم لپاره د حسن بونيري هڅې


حسن بونیری
حسن بونیری

د خوانانو غږ خپرونه کې د هغه زلمو خبرې اورئ چې د خپلې خاورې او خلکو لپاره يې څه کړي وي. دا ځل پکې د همدغسې يو ځوان، حسن بونيري سره د هغه په هلو ځلو بحث لرو.

د خيبر پښتونخوا بونير سره تعلق لرونکی، حسن بونيری د پښتنو لپاره په مختلفو لارو خدمت کوي. نوموړي د خپل تعليم د تر لاسه کولو تر څنګ د پښتنو ماشومانو د زده کړو لپاره هم غږ پورته کړی دی. هغه په کراچۍ کې د پښتنو کوچنينانو سره د تعليم د ترلاسه کولو په برخه کې کار کړی او وايي چې له اوسنيوو خرابو حالاتو څخه د وتلو يوازينۍ لار تعليم دی.

بونیری زياتوي چې تعليم خلک له جګړو او شخړو ساتي. د هغه په خبره تعليم يافته ځوانان کولی شي په خپله ټولنه کې د سياست او عدم تشدد له لارې بدلون راولي.

حسن بونيري سره د مشال ريډيو همکار، اسرار عالم مومند د ځوانانو غږ خپرونه کې خبرې کړي. دلته يې اوريدلی شئ.

د ځوانانو غږ خپرونه: د تعليم لپاره د حسن بونيري هڅې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG