د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر سبا کابل ته ځي


راحېل شريف تر دې مخکې هم کابل ته سفر کړی
راحېل شريف تر دې مخکې هم کابل ته سفر کړی

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په داسې مهال کابل ته ځي او د طالبانو د سولې د خبرو په اړه افغان مشرانو سره ويني چې لا هم افغانستان کې سختې جګړې روانې دي. آيا د جنرل راحيل شريف سفر به د طالبانو د جګړو د زور په کمولو او د سولې د خبرو په پيلولو کې مرسته وکړي؟

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف سبا د یک شنبې په ورځ کابل ته ځي. د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف د بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز تېره ورځ خبريالانو ته ويلي دي چې راحېل شریف به له افغان چارواکو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د بیا پیلولو په ګډون پر یو شمیر مهمو امنیتي مسايلوخبرې وکړي.

جنرال راحیل شریف په داسې حال کې کابل ته ځي چې د پاکستاني چارواکو په وینا د جنورۍ په پيل کې به د پاکستان ، افغانستان ، چین او امریکا استازي له طالبانو سره د سولې د بهیر پر څرنګوالي خبرو لپاره ځانګړې غونډه وکړي.

پاکستان فکر کوي چې د جګړو او وسله والو په کارولو سره به خپل مقصد ته ورسيږي. اصلي خبره د خلکو د زړونو ګټل ده او هغه په جنګونو نه کيږي.

سرتاج عزيز ويلي: ((د دې سفر پر مهال به پر استخباراتي، پوځي همکاریوو او سرحدي امنیت خبرې کیږي. د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وشي او ګټور سفر به وي.))

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستيوو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم اسلام اباد ته د یشيا زړه کانفرنس ته ورغلی وو او هلته يې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د سولې په بهیر کې دې ورسره صادقانه همکاري وکړي.

د کابل پوهنتون د سياسي علومو استاد، نصرالله ستانکزی وايي د دغه کنفرانس وروسته بايد کابل ته د پاکستاني پوځ د مشر جنرال راحیل سفر ته په احتیاط وکتل شي.

((پاکستان تل تر نړیوالو کنفرانسونو او فشارونو وروسته داسې سفرونه پلانوي چې هم غواړي د افغانستان حکومت ته دوکه کړي او هم نړیواله ټولنې ته. نو زه فکر کوم چې څو د افغانستان خلک د داسې سفرونو عملي نتیجه ونه ګوري، پر دې ملاقاتونو باور نه شي کیدلی.))

سره له دې چې په اسلام اباد کې د ايشيا زړه کنفرنس وروسته د پاکستان په منځګړتوب د وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو د شروع کېدو هيله پيدا شوې خو جګړې لا هم نه دي ودريدلې. په هلمند کې دا مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام لري.

د سياسي چارو څيړونکی، افراسياب خټک وايي د طالبانو سره خبرې به هله پيل او کاميابې شي چې مخکې له مخکې نتيجه لرونکو مذاکراتو ته چاپېريال برابر شي. نوموړي مشال ريډيو ته وويل چې خبرې بايد د ډز بندۍ لپاره وشي. نوموړی وايي د پاکستان چلوونکو پاليسۍ ناکامې دي نو بايد بدلې شي.

((په افغانستان کې د جهاد له وخته د [پاکستان] پاليسۍ سمې نه دي. دوی فکر کوي چې د جګړو او وسله والو په کارولو سره به خپل مقصد ته ورسيږي. اصلي خبره د خلکو د زړونو ګټل ده او هغه په جنګونو نه کيږي.))

افغان حکومت په بيا بيا ويلي چې افغانستان کې بريدونه په قبايلي سيمو کې مېشته حقاني نيټ ورک او په کويټه کې د طالبانو کويټې شورا پلان او اداره کوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG