د لاسرسي ځای

تازه خبر

اته بلوڅ بېلتوپالي او دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي


کېچ ضلع چې له مودې راهیسې د بلوڅو بېلتونغوښتونکو وسله والو ډلو مهم پټنځای یادېده، په دې وروستيو کې پکې د پاکستاني ملېشه و لخوا عمليات زیات شوي

د بلوچستان په کېچ او قلات سیمو کې د ملېشه ځواکونو لخوا په چڼييزو عملياتو کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو اته وسله وال او دوه د ملېشه ځواکونو سرتېري وژل شوي دي. بلوڅ وسله والې ډلې بیا وايي، دوي زیات زیان پاکستاني سرتېرو ته اړولی دی.

په کوټه کې د پاکستاني ملېشه و له مرکزي دفتره رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې ادعا شوې، سرتېرو يې د صوبې په کېچ او قلات سیمو کې په عملياتو کې لږ تر لږه اته بېلتونپالي وسله وال وژلي دي. د بیان له مخې دوې ورځې وړاندې د ایران له پولې سره څېرمه په کېچ ضلع کې د وسله والو پر ضد چڼنیز عمليات پيل شوو، چې د چارشنبې تر ورځې يې دوام لاره او پکې يې شپږ وسله وال وژلي، خو وايي، په ځوابي ډزو کې یې دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

د ځواکونو د ویاند په خبره تردې عملياتو وروسته ددوي سرتېرو په سیمه کې پوستې لګولې او یاده سیمه يې له وسله والو پاکه کړې. د ځواکونو دا بیان مخکې لیکي، د چارشنبې په ورځ بیا هم د صوبې د قلات په سوراب سیمه کې په ورته عملياتو کې یې سرتېرو دوه بلوڅ بېلتونغوښتونکي وسله وال ووژل.

بلې خواته د بلوڅو بېلتونپالو وسله والو ډلو لخوا بیا رسنيو ته په لېږل شويو جلاجلا بیانونو کې ددې برعکس ادعا شوې او وايي، په کېچ سیمه کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې زیاته مرګ ژوبله ځواکونو ته اوښتې.

بلوچ لیبريشن فرنټ (بي ایل ایف) او بلوچ ریپبليکن ارمي (بي ار اې) وسله والې ډلې په خپلو جلا جلا بیانونو کې رسنيو ته ویلي، په دې نښته کې یې يواځې څلور وسله والو وژل شوي، چې د دوو تعلق له بي ایل ایف او د دوو نورو تعلق له بي ار اې سره دی، او زیاتوي، زیاته مرګه ژوبله ریاستي امنيتي سرتېرو ته اوښتې.

کېچ ضلع چې له مودې راهیسې د بلوڅو بېلتونغوښتونکو وسله والو ډلو مهم پټنځای یادېده، په دې وروستيو کې پکې د پاکستاني ملېشه و لخوا عمليات زیات شوي او د ځواکونو لخوا په یاده سیمه کې اکثره وخت د وسله والو د وژلو بیانونه ورکړل کېږي، خو بېلتونپالې وسله والې ډلې او ځيني بلوڅ ملتپال سیاستوال بیا په دې عملياتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې کوي.

XS
SM
MD
LG