د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وتلو کسانو ته ایوارډونه ورکړل شول


د عبدالصمدخان اڅکزي ایوارډ ګټونکی یو ماشوم
د عبدالصمدخان اڅکزي ایوارډ ګټونکی یو ماشوم

د بلوچستان په کوټه کې د تېرې شنبې په ماښام د یوې غېرسرکاري موسسې «سیریم» لخوا غونډه ترسره شوه چې پکې د سیمې هغو وتلو کسانو ته ایوارډ ورکړل شو،کومو چې په بیلابیلو څانګو کې خپلو خلکو او وطن ته خدمت کړی وي.

په دوي کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې قربانیانو ته ځانګړې برخه ورکړل شوې وه.دغه ایوارډونه د خان عبدالصمدخان په نامه نومول شوي وو.

د غېر سرکاري ادارې سیریم صدر او د خان شهید په نامه اېوارډ د دستورې منتظم، نوابزاده بلال جوګیزیي د ایوارډ ورکولو په اړه مشال راډیو ته وویل:

« د هغو خلکو چې د ژوند د مختلفو څانګو سره یې تعلق دی.که له سیاست سره وي، لوبې (سپورټس) ،صحافت،کلتور او ټولنیزې څانګې دې خلکو ډېرې قربانیانې ورکړې دي او د دې قربانیانو دوی ته شاباشی نه دی ترلاسه شوی.د دوی ستاینه نه کېږي.زموږ تنظیم (سیریم) دا ضروري وګڼله چې دې کار ته مخه کړو چې د دغو یادو خلکو ستاینه وکړو»

د خان شهید په نامه د اېوارډ یوه لویه برخه د ترهګرۍ او ناامنۍ د پېښو قربانیانو ته هم ځانګړې شوې وه.په دغه موقع په کال ۲۰۱۳ کې د ناامنۍ په پېښه کې وژل شوي د کوټې پخوانی ډپټي کمشنر، عبدالمنصور کاکړ کورنۍ ته هم اېوارډ ورکړل شو.په دغه موقع د نوموړي ورور، مسرور جمال مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

«د پښتون قام لپاره ډېر د فخر مقام دی چې زما ورور چې کومه قربانې ورکړې ده،تر اوسه پورې د خلکو په زړو کې ژوندی دی او همېشه به ژوندی و اوسي او موږ د دوي کور ودانی کوو چې دوي موږ پر دې موقع یاد کړو.د منصور بچیان یې په یاد کړلې.»

د بلوچستان وتلی خبریال او څېړونکی،سید علي شا ته د صحافت په ډګر کې اېوارډ ورکړل شو.نوموړي په دغه موقع وویل:

«دلته ډېر داسې پټ اتلان شته چې هغو بیخي ډېر کارونه کړیدي او د هغوی ډېر خدمات دي.پکار ده چې دا اېوارډ هغو ته ورکړل شوی وای.زه خپل ځان حقداره نه بولم.خو تر کومه حده چې خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی دی، نو د ده د نامه له وجې ما دا اېوارډ واخیست.ګنې اکثره وخت داسې وشي چې د کوم اېوارډ لپاره زه نوماند شم،خو زه هغه اېوارډ اخیستلو ته نه ورځم،خو نن په دې راغلم چې دا سړی ډېر لوی سړی دی.»

له پښتون مېشتې سیمې زیارت سره تعلق لرونکې، شاعرې او لیکوالې ارزو زیارتواله هم په اېوارډ ګټونکې کې شامله وه.نوموړې وویل:

« شاید چې زه دا ووایم چې زما د ژوند تر ټولو لویه خوشالې دغه نن ورځ ده.چې زه د کومې نظریې پېروکاره وم یانې د خان شهید د نظریې،نو خدای پاک ما ته عزت هم د هغه له نوم سره تړلی راکړی.که ما هر څه هڅه کړې او هلې ځلې مې کړې،هغه ډېرې لږې دي،خو اېوارډ ډېر لوی بولم.»

د خان شهید عبدالصمد خان په نامه د ایوارډ دستورې کې د ژوند د بېلا بېلو څانګو سره اړه لرونکیو برخه لرله او د دستورې خصوصي مېلمه د بلوچستان وزیراعلا، ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وو.

XS
SM
MD
LG