د لاسرسي ځای

تازه خبر

"یو عدالتي کمېشن دې د پېښور ښوونځي پېښه وڅېړي"


د ارمي سکول د وژل شوو ماشومانو کورنیو عدالتي کمېشن غوښتني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:41 0:00

د پېښور په ارمي سکول کې د وژل شوو ماشومانو کورنیو د هغې پېښې د پلټنو لپاره د خپلواک عدالتي کمېشن غوښتنه کړېده.

د پېښور په ارمي سکول کې د وژل شوو ماشومانو کورنیو د هغې پېښې د پلټنو لپاره د خپلواک عدالتي کمېشن غوښتنه کړېده.

د شهدا فورم په نامه د یادو کورنیو غورځنګ دا غوښتنه د چارششنبې پر ورځ په هغه غونډه کې کړې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د دې پېښې د یو کال پوره کېدو په اړه جوړه کړې وه.

د شهدا فورم مشر فضل خان اډوکېټ له غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل،مرکزي او صوبايي حکومت دوی ته د انصاف ورکولو لپاره اړین ګامونه نه دي اخیستي.

د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر او د واکمن تحریک انصاف مخکښ اسد قیصر ویلي چې د شهدا فورم د غوښتنې پرمخ وړلو لپاره به د ټولو ګوندونو یو کمېټۍ جوړوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ تر دې وړاندې ویلي وو چې د پېښور پر سکول برید کې ککړو ځینو کسانو ته یې پانسۍ ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG