د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمي پبلک سکول د بريد لومړی تلين لمانځل کيږي


په پاکستان کې د چارشنبې پر ورځ د پېښور پر آرمي پبلک سکول د تېر کال د دسمبر په شپاړسم تاريخ شوي هغه بريد لومړی تلين لمانځل کېږي چې ۱۴۷ کسان پکې ووژل شول. ډېرې وژل شوي زده کوونکي وو.

په پاکستان کې د چارشنبې پر ورځ د پېښور پر آرمي پبلک سکول د تېر کال د دسمبر په شپاړسم تاريخ شوي هغه بريد لومړی تلين لمانځل کېږي چې ۱۴۷ کسان پکې ووژل شول. ډېرې وژل شوي زده کوونکي وو.

نن سهار په پېښور کې پېل شوو مراسمو کې د پاکستاني وزيراعظم سربېره د پوځ مشر او نور لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي. په همدي حال کې د پاکستان کورنيوو چارو وزارت ويلي چې د سېشبنې پر ورځ يې د پنجاب په مختلفو جيلونو کې په ترهګرۍ تورن ۱۵کسان پانسي کړي دي.

دوه اوونۍ مخکې د ياد ښوونځي بريد په تړاو څلور کسان په دا رځړول شوي وو خو د آرمي پبلک سکول شهدا فورم غړو نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی د حکومت او امنيتي ادارو له کړې کاره مطمين نه دي.

تحريک طالبان پاکستان ويلي وو چې بريد د دوی شپږو وسله والو د ضرب عضب عملياتو په ځواب کې کړی دی.

XS
SM
MD
LG