د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شعر او هنر د ماشومانو له ذهنونو ویره اېستل غواړي


په پېښور سکول کې د وسله والو په برید کې د وژل شویو ماشومانو تصویرونه.
په پېښور سکول کې د وسله والو په برید کې د وژل شویو ماشومانو تصویرونه.

" پکار ده چې د شاعرانو او هنرمندانو يو ګډ فورم يا يوه جرګه جوړه کړل شي چې هغوی وکولای شي له دغه لارې د پښتنو د امن پيفام ټولې نړۍ ته ورسوي".

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو خونړي بريد لومړني تلين د سيمې د عامو خلکو تر څنګ د شاعرانو او هنرمندانو احساسات هم راپارولي دي. پر پښتنه خاوره د ناامنۍ پېښو او د بې ګناه خلکو د وژنو روانې لړۍ پر پښتني شعر او هنر ژور اغېز کړی دی.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د طالبانو د تېر کال دسمبر د ۱۶ مې په بريد کې ۱۴۷ کسان، چې ډېری يې ماشومان ول، ووژل شول.

په هم ياد ښار کې ځوان سندرغاړی مدثر زمان وايي چې د ارمي پبلک سکول د دردونکې پېښې په تناظر کې يې سندرې ويلي دي، خو زياتوي چې حکومتي او يا هم غير ــ حکومتي ادارې بايد د دغه سکول او د نورو تعليمي ادارو ماشومانو لپاره د ساعتېرۍ ځانګړي پروګرامونه وخت په وخت جوړ کړي.

((موږ څو نظمونه ويلي هم وو، خو دوی اوس هم بايد داسې پروګرامونه جوړ کړي چې زموږ نوميالي هنرمندان ورته راشي او ماشومانو ته ځانګړې سندرې او مزاحيه خاکې وړاندې کړي. زموږ شاعران بايد پر دغه موضوع شعرونه وليکي. په دې ورځو کې پر ټولنيزې ميډيا په اردو ژبه ليکل شوي شعرونه خپرول کيږي چې پکې ماشومان زده کوونکي پيغام ورکوي چې د خپلو دښمنانو اولادونه به د زده کړو تر لاسه کولو ته هڅوي، چې هغوی د خپلو پلرونو په څېر بد کارونه و نه کړي))

د مدثر زمان په خبره، پر ارمي پبلک سکول د شوې حملې د قرباني شويو ماشومانو کورنيو ته بايد حوصله او ډاډ ورکړل شي.

دی وايي چې له خپلو نورو سندرغاړو ملګرو سره يو ځای به په هغو غونډو کې ګدون کوي چې د دغه سکول د وژل شويو ماشومانو په ياد کې په پېښور کې جوړې شوې دي.

((د وژل شويو ماشومانو له کورنيو سره مو ليدلي او د هغوی په غم کې ورسره شريک شوي يو. کوښښ مو کړی چې د هغوی وېرې ترهې ورختمې کړو او عادي ژوند کولو ته يې وهڅوو. زموږ مطبوعاتي ادارې هم بايد داسې يو رول ولوبوي چې له پروګرامونو او خپرونو يې هغه خلک چې دغه ماشومان يې وژلي، عبرت واخلي. ما او هنرمندانو ملګرو مې پلانونه جوړ کړي چې د دغو ماشومانو په ياد کې په پېښور کې جوړو شويو غونډو ته ورشو.))

د پښتو ژبې پېژندل شوی شاعر او خبريال روښان يوسفزی، چې د پېښور پريس کلب د کلچرل کمېټې مشري هم کوي، وايي چې د سيمې د شاعرانو او هنرمندانو هغه خواره واره کارونه چې په ترڅ کې يې هغوی د امن غږونه پورته کړي دي، بايد راټول او په يوه ښه طريقه خلکو ته وړاندې کړل شي.

((هغه شاعري چې د پېښور سکول بريد په تناظر کې شوې وه، بايد د دسمبر پر شپاړسمه په کتابي شکل کې خپره کړل شوې وای. شاعري ډېره شوې ده، او ښه خبره دا ده چې په هغه کې فرياد نشته. د موسيقۍ په برخه کې بيا څومره چې لازمه وه، هغومره کار نه دی شوی. د هنرمندانو هم فريضه جوړيږي چې د امن شعرونه راواخلي او د موسيقۍ له لارې يې خلکو ته ورسوي. پکار ده چې د شاعرانو او هنرمندانو يو ګډ فورم يا يوه جرګه جوړه کړل شي چې هغوی وکولای شي له دغه لارې د پښتنو د امن پيفام ټولې نړۍ ته ورسوي.))

د سيمې شاعران او فرهنګيان پر دې اند دي چې د پښتنو د سولې او ارامۍ هيلې د شعر او هنر له لارې د هېواد او هم د نړۍ خلکو ته په زياته اغېزناکه توګه رسول کېدای شي.

په داسې حال کې چې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د طالبانو د خونړۍ حملې يو کال پوره شو، د سيمې هنرمندان هوډ څرګندوي چې په خپلو سندرو کې به د پښتنې خاورې د امن ټکي ته لا زيات زور ورکړي.

XS
SM
MD
LG