د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د افغان سفير ورور ووژل شو


حاجي سردار محمد
حاجي سردار محمد

په ۲۰۰۸ز کال کې وسله والو طالبانو د شیدا محمد ابدالي بل ورور حاجي دوست محمد ارغستانی هم وژلی وو چې مسوليت يې وسله والو طالبانو منلی وو.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالی وايي، وسله والو په کندهار کې د ده ورور وژلی دی.

نوموړي نن له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وویل، چې حاجي سردار محمد تېره ورځ (دوشنبه) "د هيواد د دښمنانو لخوا د سولې قرباني شو." نوموړي زياته کړه چې دا ډول قرباني د افغانو عظم اوتعهد د يو آزاد، خپلواكه او پر مخ تللي افغانستان لپاره نور هم پياوړى كوي.

د کندهار چارواکي وايي، حاجي سردار محمد تېره ورځ په ښار کې له جومات سره نېږدې د وسله والو د ډزو ښکار شو. طالبانو د ده د وژنې مسوليت په غاړه اخيستی دی.

په ۲۰۰۸ز کال کې وسله والو طالبانو د شیدا محمد ابدالي بل ورور حاجي دوست محمد ارغستانی هم وژلی وو چېمسوليت يې وسله والو طالبانو منلی وو.

بلخوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بېګا پر فېسبوک پاڼه په خپل پیغام کې، د کندهار قومي مشر سردار محمد پر وژنه د خپګان ښودنه کړې. نوموړی دغه کار د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بولي او زیاتوي چې د افغانستان د خلکو دښمنان نه شي کولای چې د ولسي مشرانو په وژلو سره د افغانستان خلک له استقلال غوښتنې، ترقي او پرمختګ څخه په شا کړي.

XS
SM
MD
LG