د شانګهايي تنظیم څوارلسمه سرمشریزه د سېشنبې پر ورځ په چین کې د دغه هېواد د وزیراعظم ( لي ـ کي ـ چیانګ )په وینا پرانیستل شوه. د پاکستان وزیراعظم نوازشریف غونډې ته د وینا پرمهال د ترهګرۍ په ننګونو او شانګهايي تنظیم لخوا پاکستان ته په راتلونکې غونډه کې د بشپړ غړیتوب د ورکولو او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
نوموړي په نړیوال کچه د ترهګرۍ د پېښو د مخې ته راتلواو د دې خلاف د مبارزې په اړه هم څرګندونې وکړې.
ده زیاته کړه چې ترهګري یوه جدي ستونزه ده او له دې سره به په شریکه مقابله کول غواړي.
« پاکستان د شانګهايي تنظیم او له دې غړو هېوادونو سره کولتوري او تاریخي اړیکې لري. موږ یو وارې بیا د سخت دریځۍ،تو پیرپالنې او له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره خپله ژمنتیا ښکاره کوو. »
نواز شریف د انساني او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي په اړه هم د اقداماتو کولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان اجرایه رییس ډاکټر عبدالله هم په غونډه کې ګډون کړی. د پاکستان وزیراعظم به د غونډې په حاشیه کې د نړۍ له یو شمېر مشران سره ملاقاتونه هم کوي چې ورکې د چین وزیراعظم هم شامل دی.
نواز شریف د دوشنبې پر ورځ چین ته له روانیدو وړاندې رسنیو ته وویل هېواد یې په افغانستان کې د امن لپاره جدي اقدامات کول غواړي او د دې خبرې طرفداره دي چې د افغانستان مسئله دې د خبرو اترو له لارې هواره شي.