د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا وازېخوا ولسوالي له وسلوالو خلاصه شوه


د پکتیکا والي په وازیخوا ولسوالۍ کې
د پکتیکا والي په وازیخوا ولسوالۍ کې

د پکتیکا ولایت د وازېخوا سرحدي ولسوالي چې څه موده مخکې د وسلوالو له لوري تر سختو بریدونو لاندې وه او امنیتي ادارې يې د وسلو او مهماتو له کمښت او خلک يې د اقتصادي محاصرې سره مخامخ ول، بالاخره د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې د وسلوالو له ګواښ او محاصرې څخه خلاصه شوه.

د یکشنبې په ورځ پکتیکا والي او د سویل ختیز زون یو شمېر امنیتي چارواکي چې د وازېخوا ولسوالۍ د امنیتي حالت څخه د کتنې په موخه ورغلي ول، وویل اوس د پوځي عملیاتو په واسطه یاده ولسوالي د وسلوالو له وجود څخه پاکه شوې او خلک هم له محاصرې څخه ژغورل شوي دي.

د پکتیکا والي امین الله شارق د وازېخوا ولسوالۍ قومي مشرانو ته وویل، چې په تېر ځل سفر کې يې د دوی سره ژمنه کړې وه، چې د وسلوالو پر ضد به عملیات کوي، د دې ولسوالۍ امنیتي ادارې به تجهیز او اکمالوي او د وسلوالو اقتصادي محاصره به له منځه وړي، دوی خپلې ژمنې په لنډو ورځو کې عملي کړې.

« په رښتیا هم تېر ځل چې زه کله تاسو ته راغلم ستاسو حالت خواشینونکی وو، ځکه په ټولو برخو کې ستونزې وې، ما ستاسو سره کړې ژمنه د افغان حکومت چارواکو سره شریکه کړه، د دې ولسوالۍ د تصفیې له پاره مو عملیات پلان کړل او د امنیتي ادارو د اکمال او تجهیز په برخه کې مو هم لازم اقدامات کړي دي، چې خوشبختانه ثمره يې تاسو وینئ. »

پکتیکا والي سره په دې سفر کې د تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال یفتلي، د پولیسو د سپین غر زون قوماندان پاسوال شېرزاد، د پولیسو د سرحدي زون او د یاد ولایت امنیه قوماندان هم ملګري ول.

د ملي اردو د دویمي لوا قوماندان عبدالواسیع میلاد چارواکو ته وویل، چې اوسمهال وسلوالو ټولې سیمې پرې ايښي او د وسلوالو په تعقیب پسې عملیات روان دي.

د پکتیکا والي امین الله شارق وویل، د وازیخوا ولسوالۍ د ځواکونو د اکمال او تجهیز او د تصفیوي عملیاتو په موخه راغلي ځواکونه به تر هغه په دې ځای کې پاتي وي، څو چې ټوله سیمه له وسلوالو پاکه کړي.

ددې تر څنګ د وازېخوا قومي مشرانو د پکتیکا والي سره د یوې ناستي په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

دوی ویل، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د وازیخوا ولسوالۍ له اوسیدونکو سره یوازې ژمني شوي او په عمل کې ورته هیڅ کار نه دی شوی.

د پکتیکا والي قومي مشرانو ته وویل هڅه به وکړي چې وازیخوا ولسوالۍ کې ښې حکومتوالي، پوهني بهیر پیاوړتیا او روغیتا برخه کې امکانات برابر کړي.

ښاغلي شارق د وازیخوا ولسوالۍ مشرانو ته وویل د امنیتي ځواکونو د تجهیز او اکمال ژمنه مو درسره کړې وه، پوره مو کړه، نو اوس پر تاسو ده، چې خپلو امنیتي ځواکونو سره د تېر په شان خپلې همکارۍ روانې او کلکې وساتئ.

XS
SM
MD
LG