د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ستوری خپرونه او پښتانه هنرمندان


افغان ستوري خپرونه
افغان ستوري خپرونه

په افغانستان کې د افغان ستوري یا د ستاره افغان پروسه د یو شخصي تلویزون لخوا له تېرو څو کلونو راهیسې پرمخ وړل کیږي. طلوع د نورو کلونو په څېر سږ کال هم دا پروسه پرانیستې ده او د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یې د هنري غمیو لټون پیل کړی دی.

دوی له ولایتونو ۱۶۰ غوره اوازونه چاڼوي او بیا د هغو ترمنځ په کابل کې د موسیقۍ مقابله کوي. بیا ترې شپاړس غوره کسان بیلوي او همدارنګه دا پروسه ورو ورو پرمخ وړي. دوی بیا له دغو شپاړسو د کال غوره اواز مخې ته راوړي او د افغان ستوري لقب ورکوي.

د افغان ستوري یو پخوانی انځور
د افغان ستوري یو پخوانی انځور

تر څو چې دا پروسه ختمیږي نو برخه اخیستونکي نوي هنرمندان یې بې له دې چې کومه سندره یا کلیپ ولري، ښه ډېر ځلیږي.
عبدالوهاب څاروان

خو پوښتنه داده چې دا پروسه د موسیقۍ د نویو استعدادونو د رابرڅیره کولو لپاره څومره ګټوره ده ؟ په کابل کې میشت شاعر او د کلتوري پروګرامونو د یو پروډکشن مشر عبدالوهاب څاروان په دې اړه مشال راډیو ته داسې وویل :

عبدالوهاب څاروان
عبدالوهاب څاروان

« مخکې تګ د هر انسان په خپل لاس کې دی. افغان ستوری خو یوه پروسه ده ، څو میاشتې دوام کوي او بیا سر ته رسیږي. تر څو چې دا پروسه ختمیږي نو برخه اخیستونکي نوي هنرمندان یې بې له دې چې کومه سندره یا کلیپ ولري، ښه ډېر ځلیږي او په داخل او خارج کې یې خلک پیژني. نو دا پروسه ځوانانو ته د مخکې تګ چانس ورکوي. »

اباسین سیلاب ځوان سندرغاړی ، شاعر او د شمشاد تلویزون پخوانی نطاق دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل که د نړۍ د نورو سیمو د هیوادونو په څېر د موسیقۍ دغه مقابله هم شفافه او رڼه ساتل شوې وای نو ښايي ښکلي استعدادونه به مخ ته راغلي وای.

اباسین سیلاب
اباسین سیلاب

متاسفانه لیدل شوي چې په دې خپرونه کې سمت پالنه کیږي او د ژبو توپیر پکې پالل کیږي.
اباسین سیلاب

« ښه خپرونه ده ، که په حقیقت سره څنګه چې په نوره دنیا کې په تلویزونونو کې د موسیقۍ پروګرامونه چلیږي، که هماغسې برخورد د یو سندرغاړي سره دوی هم کولی او حقیقت یې ورته ویلی چې ته څومره استعداد لرې او د مخکې تلو څومره چانسونه دې په مخکې دي، نو دا به ډېره ښه وه ، خو متاسفانه لیدل شوي چې په دې خپرونه کې سمت پالنه کیږي او د ژبو توپیر پکې پالل کیږي. »

سیداګل مینا
سیداګل مینا

خو د افغانستان د نوموړي تلویزون د دغو مقابلو له لارې ځیني هنرمندان ځلیدلي او نن سبا د موسیقۍ په میدان کې په کارونو بوخت دي ، خو یو شمېر یې بیا په خپله مخه لاړ شي او هیڅکله ونه لیدل شي.

د سږ کال د افغان ستوري د پروسې یو څارونکی سیداګل مینا وايي په افغانستان کې د نویو سندرغاړو لپاره دا مقابله ډېره ګټوره ده :

« دا یو ډېر ښایسته او په زړه پورې پروګرام دی. ډېر خلک یې په شوق ګوري او اوري. موږ بلخ ، هرات ، ننګرهار ، قندهار او کابل کې ازموینې واخیستلې او کسان مو غوره کړل. زموږ کوشش دا دی چې ښه اوازونه ترلاسه کړو. ښه استعدادونه ولټوو. »

د افغان ستوري یا د ستاره افغان خپرونه که څه هم د پښتو ، دري ، ازبکي او نورو ژبو د موسیقۍ ستوري لټوي، خو تر اوسه د دري یا فارسي سندرغاړو تله درنه ده. د نورو ژبو سندرغاړي کم مخکې تګ کوي. ولې ؟ د ځواب لپاره یو ځل بیا سیداګل مینا :

که څوک پښتو وايي، که فارسي یا ازبکي ، هېڅ مشکل نشته. موږ ټولو ته یو شان موقع ورکوو چې خپله وړتیا وښايي.
سیداګل مینا

« نپوهیږم چې څه خبره ده خو ، په هر حال موږ هر یو ته په خپل نوبت سره موقع ورکوو ، که څوک پښتو وايي، که فارسي یا ازبکي ، هېڅ مشکل نشته. موږ ټولو ته یو شان موقع ورکوو چې خپله وړتیا وښايي. »

سیدا ګل مینا او نور هنرمندان غوښتنه کوي چې نور تلویزوني چینلونه هم د نویو سندرغاړو د لټون لپاره دا دول مقابلې شروع کړي.

په افغانستان کې اوس مهال لسګونه تلویزوني چینلونه فعاله دي چې ځینې یې یوازې د پښتنو مالکانو په واک کې دي او که دوی وغواړي نو د پښتنو نویو سندرغاړو لپاره ورته پروسې پیلولی شي، خو تر اوسه داسې کوم ګام د دوی لخوا نه دی اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG