د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وزیر اعلی د ورکو بلوڅو لټون کې پاتې راغلی


د بلوچستان وزیر اعلی ډاکټر مالک بلوڅ خبري غونډې ته د وینا پرمهال
د بلوچستان وزیر اعلی ډاکټر مالک بلوڅ خبري غونډې ته د وینا پرمهال

د بلوچستان اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وايي ، په خپله کاري موده کې یې د ورکو بلوڅو د ستونزې په هوارولو کې ناکامه شوی دی. پوښتنه دا پيدا کېږي، چې اخر ولې د صوبې اعلی وزیر ددغې صوبې تر ټولو لویه ستونزه هوارولای نشي؟

د بلوچستان اوسني اعلی وزیر ډاکټرعبدالمالک بلوڅ د ۲۰۱۳م تر ټولټاکنو وروسته د پوره دوه نیم کلونو لپاره د اعلی وزیر په څوکۍ پاته شو. که څه هم د نوموړي په حکومت کې د ناامنۍ پېښې تر ډېره ځایه راکمې شوې او د پخواني حکومت په پرتله پکې د درغلۍ کچه هم راټيټه شوې خو خپله ډاکټرعبدالمالک بلوڅ د خالي په ورځ په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ددې تاييد وکړ، چې دده حکومت د تری تم کړل شویو بلوڅو د ستونزې په هوارولو کې ناکامه شوی دی.

په کوټه کې مېشت له مشر خبریال او د اردو ژبې نيو ټي وي له مشر کاظم مينګل وايي، دا حقیقت دی، چې ډاکټرمالک بلوڅ د نورو سیاستوالو غوندې لويې لويې وعدې کړې نه وې، خو د تری تم کړل شویو انسانانو د ستونزې په هکله چې هغه څومره ویل، هغه يې ونه کړل. دی وايي، په لومړي سرکې هغه ددې ستونزې د هوارولو خبرې وکړې، خو وروسته يې دا خبرې یواځې خبرې وې، په عملي توګه هيڅ نه وو.

کاظم مينګل زیاتوي، هغه څه چې ډاکټرعبدالمالک بلوڅ په لومړي سر کې ویل، په عملي توګه يې پرې هيڅ کار ونه کړ. خو په کوټه کې مېشت یو بل خبریال سیدعلي شاه بیا د کاظم مینګل له دې خبرو سره موافق نه دی او وايي، د ډاکټرمالک بلوڅ په واکمنۍ کې نه يواځې د انسانانو د تری تم کېدو پېښې کمې شوې، بلکې د خراب شويو مړيو د موندلو پېښې هم کمې شوې دي.د مالک په واکمنۍ کې که څه هم دا ستونزه يو مخ هواره نه شوه، خو په دې پېښو کې کمی ډېر راغی.

له دې سره چې خپله ډاکټرعبدالمالک بلوڅ د اعلی وزیر څوکۍ تر سنبالولو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي وو، چې د تری تم کړل شویو بلوڅو ستونزه د صوبې تر ټولو لویه ستونزه ده او دده حکومت به ددې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه اخلي، همدا جدي ګامونه يې ولې پورته نه کړل؟ ایا له مالک بلوڅ سره ددې ستونزې د هواري لپاره اختیار نه وو، که کوم بل مشکل و؟ خبریال کاظم مینګل ددې په ځواب کې وویل ، په پاکستان کې ډيموکراسي يواځې د لیدو لپاره ده، په اصل کې دلته واک له پوځ سره وي.کاظم زیاتوي، دی په دې فکر دی، چې د بلوچستان تر اعلی وزیر د استخباراتو د يوه معمولي کيپټن واک او اختیار زیات وي.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان کې له تېرې شاوخوا يوې لسیزې راهیسې ځينو بلوڅو ملتپالو له پاکستانه د بېلېدو وسله واله مبارزه پېل کړې، چې په دې موده کې ډېری هغه ملتپال ځوانان چې د همدې مبارزې ملاتړ به يې کاوو، لومړی تری تم شوي او وروسته بیا د ډېرو خراب شوي مړي وموندل شول. بلوڅ ملتپال او بشري حقونو فعالان ددې ذمه واره د پاکستان استخبارات ګڼي، خو هغوي بیا دا تورونه بې ځايه بولي.

XS
SM
MD
LG